د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

پاکستاني پوځ: بې پېلوټه الوتکو په کورمه کې د افغان کډوالو پر کمپ برید کړی


د پاکستان پوځي چارواکي ادعا کوي چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا بې پېلوټه الوتکو د کورمې ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې د افغان کډوالو پر یوه کمپ برید کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بې پېلوټه الوتکو د جنورۍ په ۲۴مه افغان پولې ته څېرمه په کورمه ایجنسۍ کې د وسله والو پر یوه مرکز برید کړی و چې په ترڅ کې یې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د حقاني شبکې د یوه قوماندان په ګډون ۲ وسله وال وژل شوي وو.

دا په روان میلادي کال کې په پاکستان کې دوهم ډرون بريد دی.

تر دې مخکې دغو الوتکو د روانې میاشتې پر ۱۷مه هم په کورمه اېجنسۍ کې بريد کړی و چې د رسنیو د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۱ مشکوک وسله‎وال په‎کې وژل شوی و.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د پنجشنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې په کورمه ایجنسۍ کې دغه برید د ترهګرو پر منظم مرکز نه، بلکې د افغان کډوالو پر کمپ شوی دی.

اصف غفور
اصف غفور

په بیان کې راغلي:

"د جنورۍ په ۲۴مه په کورمه کې د ډرون ترسره شوی برید پر هغه کس شوی چې د افغان کډوالو په کمپ کې یې ځای نیولی و او په خبره یې، دا برید ښيي چې ترهګر د افغان کډوالو په کمپونو کې په اسانه پټېدای شي."

د پاکستاني پوځ ویاند په دغه بیان کې ویلي:

"په پاکستان کې د افغان کډوالو له ۵۴ کمپونو ۴۳ یې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمه کې دي او د ترهګرو پاتې شوني په اسانۍ په دغو کمپونو کې ځای نیولای شي، د افغان کډوالو باعزته او پر وخت ستنېدنه ددې لپاره اړینه ده چې پاتې ترهګر د کډوالو په کمپونو کې ځای ونه نیسي."

د پاکستاني پوځ ویاند تر هغې وروسته په کورمه ایجنسۍ کې د امریکا د وروستي بې‌پېلوټه الوتکې د برید په اړه غبرګون ښودلی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ دغه برید وغانده او دا ډول بریدونه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پرضد د جګړې مرستو ته زیان رسوونکي وبلل.

ددغه وزارت ویاند هم په یوه خبرې کړې خبرپاڼه کې ویلي وو، د امریکا بې پیلوټه الوتکو دغه برید په کورمه ایجنسۍ کې د افغان کډوالو پر کمپ کړی دی.

خو روېټرز خبري اژانس بیا په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د یوه ویاند په حواله د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت دا ادعا چې ګنې بې پېلوټه الوتکو په کورمه ایجنسۍ کې د افغان کډوالو کمپ په نښه کړی، ناسمه او بې بنیاده بللې وه.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو کې له امریکا سره د کړکېچ تر رامنځته کېدو وروسته ګواښ کړی و چې که پر خاوره‌یې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې برید وشي، نو دا الوتکه به راوغورځوي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG