د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

په کورمه اېجنسۍ کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې دوه وسله‎وال وژلي


افغان پولې ته څېرمه د کورمې او اورکزو اېجنسۍ د قبایلي سیمو پر پوله د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې برید شوی چې وسله‎والو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سيمې یوه ځايي امنيتي چارواکي پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دا برید د سې شنبې په ورځ سهار د کورمې اېجنسۍ په سپین ټل نومې سیمه کې د قوماندان احسان‌الله چې په خوريي هم مشهور دی، پر کور شوی چې په نتیجه کې یې د احسان‎الله په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

که څه هم د پاکستان دولتي چارواکو لا تر دې دمه په دې اړه په رسمي ډول څه نه‎دي ویلي، خو د دې هېواد ډان خبري اژانس د امنیتي چارواکو په حواله وايي چې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی د حقاني شبکې وسله‎وال و.

دا په روان میلادي کال کې په پاکستان دوهم د ډرون بريد دی.

تر دې مخکې دغو الوتکو د روانې میاشتې پر ۱۷مه نېټه هم په کورمه اېجنسۍ کې بريد کړی و چې د رسنیو د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۱ مشکوک وسله‎وال په‎کې وژل شوی و.

دا بريد تر هغه وروسته کېږي چې د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سنډرز د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال پر پاکستان غږ وکړ چې په سمدستي توګه د طالبانو مشران ونيسي يا يې وباسي او د خپلو عملياتو لپاره‌يې د پاکستان ځمکې کارولو ته پرېنه‎ږدي.

نوموړي دا خبرې د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل د تېرې شنبې ورځې د ډله‎ييز بريد په تړاو وکړې چې مسؤليت‌یې وسله‎والو طالبانو په غاړه واخیست.

په دې بريد کې د ۱۴ بهرنيانو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي وو.

افغان حکومت او امريکا پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې يې وسله‎والو ته پټن‎ځايونه ورکړي دي.

دوی په ځانګړې توګه حقاني شبکې ته ګوته نيسي چې په افغانستان کې په زياتره وسله‎والو بريدونو کې تورنه ده.

خو پاکستان بیا ټینګار کوي چې د حقاني شبکې په ګډون‌يې د ټولو وسله‎والو ډلو پر ضد پوځي عملیات کړي، د هغوی مرکزونه وران کړي دي او دا ډله اوس په پاکستان کې نه‌شته.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو کې له امریکا سره د کړکېچ تر رامنځته کېدو وروسته ګواښ کړی و چې که پر خاوره‌یې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې برید وشي، نو دا الوتکه به راوغورځوي.

XS
SM
MD
LG