د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د لومړي ځل لپاره د پاکستان په قبایلي سیمو کې د صوبايي اسامبلۍ ټاکنې وشوې


د پاکستان په قبایلي سیمو کې د صوبايي اسامبلۍ ټاکنې وشوې.​د رأیو مرکزونه سهار وختي پرانېستل شوي وو. له کله راهیسې چې قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا ایالت کې وګڼل شوې، دا اول وار دی چې خلک د صوبايي اسامبلۍ د غړو د ټاکنې لپاره رای ورکوي.

په پاکستان کې د ۲۰۱۸ میلادي کال په مې میاشت کې قانون تدوین شو او د قبایلو ټولې سیمې د خېبر پښتونخوا ایالت ته ور شاملې شوې.

د شهاب په نوم یوه رایه ورکونکي پرون، د جولای په شلمه، د مشال راډيو خبریال ته وویل، خوشاله دی چې د پاکستان حکومت بلاخره د دوی حق ورکړ.

د دې جګړې ځپلي سیمې اکثرو وګړو خبریالانو ته ویل چې د تعلیمي او صحي امکاناتو د ښه کېدو په تمه دي.

یوه رايه ورکوونکي د مشال راډیو سیمه‌یيز خبریال ته وویل: "دلته ډېر بد حالت دی، د روغتیا په برخه کې ستونزې دومره ډېرې دي چې زه یې نه‌شم ویلای. سرکاري ښوونځي ډېر کمزوري دي."

اووه واړه قبایلي سیمې «باجوړ، کورمه، خېبر، مهمند، شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او اورکزي» نږدې پینځه میلیونه وګړي لري.

دا سیمې له افغانستان سره پر سرحد پرتې دي چې په وروستیو څو کلونو کې د خونړیو نښتو ځای وې.

د دې سیمو خلکو پخوا یوازې په اسلام‌اباد کې د ملي اسامبلۍ لپاره د استازو د ټاکلو حق درلود او په صوبايي ټاکنو کې یې ګډون نه‌شو کولای.

د قبایلي سیمو لپاره ۱۶ څوکۍ ځانګړې شوې چې ۲۸۵ تنه ورته کاندید شوي وو.

د ښځو لپاره څلور او د مذهبي لږکیو لپاره یوه څوکۍ ځانګړې شوې وه.

د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون چارواکي، سهیل خان فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې په قبایلو کې دوه میلیونه او اته سوه زره وګړي د رای ورکولو په شرایطو برابر دي.

په قبایلو کې په پرونیو ټاکنو کې دوه ښځې هم کاندیدانې وې.

انتخاباتي مرکزونه د مازدیګر په پينځو بجو وتړل شول. د ټاکنو پایلې به وروسته اعلان شي.

XS
SM
MD
LG