اقتصادي ستونزې؛ یو شمېر تقاعد شوې افغان مېرمنې د خپل د تقاعد حقوق غواړي

د تقاعد د خزینې ریاست - کابل

یو شمېر تقاعد شوې افغان مېرمنې وايي، په تېرو درېیو کلونو کې دوی ته د تقاعد پیسې نه دي ورکړل شوي او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

۵۷ کلنه نظیفه چې د تقاعد شویو مېرمنو له ډلې ده٬ وايي چې له درېیو کلونو راهیسې یې د تقاعد حقوق نه دي ترلاسه کړي او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

هغه چې په کابل کې د خپلې کورنۍ له څلورو غړو سره ژوند کوي، وايي چې مېړه يې هم تقاعد شوى او پیسي هم نه لري چې د ژوند چارې مخ ته یوسي.

هغه زیاتوي: "ډېرې اقتصادي ستونزې لرم، په کرايي کور کې اوسېږم، اقتصاد مو خراب دی او پخپله ناروغه يم، د ډوډۍ راوړلو څوک نه لرم، له ټولو دوکاندارانو قرضداره يم، له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې د متقاعدینو معاشونه ورکړي، دا خیرات نه بلکې زموږ له معاشونو ګرځول شوې پیسې دي."

دا یوازې نظیفه نه ده چې له دې ستونزې سره مخ ده، بلکې د هغې په څېر نورې ګڼې ښځې هم له ورته برخلیک سره مخ دي.

رونا هم له ازادي راډیو سره ورته ستونزه شریکه کړه.

هغې وویل: "موږ له درېیو کلونو راهیسې تقاعد نه لرو، مېړه مې مړ شوی او واړه ماشومان لرم، زه په یوه کور کې کار کوم چې خپلې ستونزې حل کړم، موږ څه ګناه کړې چې دوی زموږ تقاعد نه راکوي؟ زموږ د ماشومانو څه ګناه ده؟"

دوی وايي، د تقاعد حقوق د دوی حق دی او کله چې یې په دولتي ادارو کې کار کاوه دغه پیسې ځکه ترې ګرځول شوي چې له تقاعد وروسته به ورکول کېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د متقاعدینو ټولنه هم د دې ښځو ستونزې تاییدوي.

د دې ټولنې مشر افندي سنګر ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو په ګډون ټول متقاعدین اوس له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

سنګر وویل: "دې ښځو چې غږ پورته کړی، د ډېری هغو مېړونه مړه شوي دي، په کرايي کورونو کې اوسېږي، د دوی ټولې خبرې رښتیا دي، موږ هم په دې اړه غږ پورته کړی، خو تر اوسه مو مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی."

سنګر پر نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو پر بنسټونو غږ وکړ چې د دې ستونزې د هواري لپاره اقدام وکړي څو د ټولنې د دغه قشر وضعیت ښه شي.

د تقاعد شویو دې مېرمنو غوښتنې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت له ویاند احمدولي حقمل سره شریکې شوې، خو هغه ځواب نه کړې.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د مالیې وزارت

افغان تقاعد شوې مېرمنې په داسې حال کې دا غوښتنې کوي چې وړاندې د طالبانو مشر مالیې وزارت ته امر کړی و چې له دولتي مامورینو د تقاعد پیسې ونه ګرځوي.

د طالبانو د مشر د حکم له مخې د ۱۴۰۳ کال له لومړۍ میاشتې به د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد پیسې نه اخېستل کیږي.

که څه هم د افغانستان متقاعدینو ټولنه په افغانستان کې د تقاعد شویو مېرمنو د شمېر په اړه معلومات نه لري، خو وايي په ټوله کې د طالبانو د حکومت د ۱۴۰۱ کال د راپور له مخې په افغانستان کې د تقاعد شویو شمېر ۱۷۰ زرو تنو ته رسېږي.