په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند څلور ورځنۍ کنګره پرون پيل شوه چې ترڅ کې يې ډونالډ ټرمپ په رسمي توګه راتلونکو ټاکنو ته د دغه ګوند له خوا کاندید شو.
په میلواکي کې پیل شوې دغې کنګره کې ټرمپ ۳۹ کلن جیمز ډیوید ونس د مرستیال ولسمشر څوکۍ ته کاندید کړ.
ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ د کنګرې په وروستۍ ورځ خپلو پلویانو ته وینا وکړي.
عبدالنصیر یاسیني د امریکا د مسلمانانو په استازیتوب دغې کنګرې ته ورغلی دی.
له نوموړي سره اسدالله لودین مرکه کړې او په پيل کې یې پوښتلی چې د کنګرې بحثونه پر کومو مسئلو ورټول دي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5