اقتصادي ستونزې او د څارویو د خرڅلاو سوړ بازار؛ عبدالواسع: درې کاله کېږي چې قرباني مې نه ده کړې

ارشیف: په افغانستان کې د څارویو د پېر او پلور یو بازار

په داسې حال کې چې په افغانستان کې لوى اختر ته يوازې څو ورځې پاتې دي، د کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي، اقتصاد یې کمزوری شوی او سږ کال د قربانۍ لپاره د څارويو د پېرلو توان نه لري.

په کابل ښار کې د يوې پنځه کسيزې کورنۍ سرپرست عبدالواسع وايي، دا درې کاله کېږي چې قرباني یې نه ده کړې.

عبدالواسع وايي: درې کاله کېږي چې اسلامي امارت زموږ تقاعدي نه ده راکړې، یوه غوا ۶۰زره او یو پسه شل زره دی، موږ څنګه قرباني وکړو؟

هغه وویل: "زه متقاعد یم، موږ د خوړو لپاره پیسې نه لرو، ماشومان مې په زړو جامو ژوند تېروي، موږ ډېر بېوزلي یو. درې کاله کېږي چې اسلامي امارت زموږ تقاعدي نه ده راکړې، یوه غوا ۶۰زره او یو پسه شل زره دی، موږ څنګه قرباني وکړو؟"

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عبدالله، چې لاسي کراچۍ لري هم ازادي راډیو ته یې وویل چې کار یې ښه نه دی او سږ کال د ضعیف اقتصاد له امله قرباني نه شي کولای.

هغه وايي: "تېر کلونه ښه وو، قرباني به مې کوله، خو سږ کال دومره کېږي چې خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړم د قربانۍ وس نه لرم."

په ورته وخت کې یو شمېر مالداران چې خپل څاروي یې خرڅلاو ته ایستي وایي، بازارونه ساړه دي.

یو له دوی څخه عبدالوحید ازادي راډیو ته وویل: "په هر بازار کې چې ۲۰ تر ۳۰ څاروي وړو، له یوه یا دوه څخه ډېر نه خرڅېږي. بیې ډېرې لوړې دي. خلک هم چې راځي بیه کوي بې بیا يې نه اخلي. په تېرو کلونو کې عواید ښه و، سپما به مو هم کوله، اوس ډېره لږه ګته پاتې کېږي، مقصد ورځ تېروو."

ارشیف

یو بل مالدار، مصور هم ورته شکایت لري.

هغه وویل: "سږکال د نورو کلونو په پرتله څاروي نه پلورل کېږي. د خلکو اقتصاد ښه نه دی چې قرباني وکړي. د څارويو بازار ښه نه دی."

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ وايي چې د څارویو په نرخونو کنټرول نه لري، خو په کابل ښار کې یې د پېر او پلور لپاره ورته ځانګړي ځایونه ټاکلي دي.

د دې ادارې ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل: "د څارويو د خرڅلاو په برخه کې موږ کنترول نه لرو، خو د کابل ښارولۍ د څارويو د خرڅلاو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکلي او له هغو څخه د پاتې کثافاتو لپاره هم ځانګړي ځایونه ټاکل شوي دي."

هر کال د لوی اختر په رارسېدو سره د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر مالداران خپل څاروي د خرڅلاو لپاره د کابل، د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو بازارونو ته وړي او خلک هم د قربانۍ د څاروي د پېرلو لپاره ټاکل شویو سیمو ته ځي.

خو د طالبانو له بيا واکمنېدو او په کورنیو کې د بېوزلۍ او بېکارۍ له ډېرېدو وروسته، د خلکو او مالدارانو په خبره د څارويو د خرڅلاو بازارونه دومره ساړه شوي چې ځينې کورنۍ وايي، د قربانۍ تصمیم نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې په خپل نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې به د روان کال له مې څخه تر اکټوبر میاشتې پورې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو له شدیې ناامنۍ سره مخ شي چې له دې ډلې ۲.۹ میلیونه کسان له قحطۍ څخه یو ګام واټن لري.