د افغانستان او ایران د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو په افغانستان او ایران کې، د هغه څه په اړه چې دوی یې "جنسيتي اپارتايد" بولي د مبارزې لپاره د یو ګډ حرکت د جوړولو خبر ورکړی دی.
د ایران د ښځو د حقوقو یوې فعالې مسیح علي نژاد د شنبې په ورځ د کاناډا په رجينا پوهنتون کې د يوې غونډې پر مهال په ایران او افغانستان کې د ښځو په وړاندې لګول شویو بندیزونو ته په اشارې سره له دغه غورځنګ سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه:
"له خپلو کېمرو ګټه واخلئ، او ووايئ چې زه د ایران او افغانستان د ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ یم. زه غواړم د ډیموکراټیکو هېوادونو د مشرانو لپاره میدان تنګ کړم څو دوی اوږه په اوږه د جنسيتي اپارتايد د رسميت پېژندلو لپاره ودرېږي."
نوموړې په خپله ایکسپاڼه کې هم لیکلي، د ایران او افغانستان د ښځو په توګه دوی د طالبانو او د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې په مبارزه کې متحد دي او هڅه کوي چې نړۍ د "افراطي اسلامي ایډیالوژۍ" د خپرېدو له خطر وژغوري.
د افغان ښځو د حقونو فعاله شکريه بارکزۍ چې د دغه غورځنګ غړې ده وايي، لهدې لارې دوی هڅه کوي چې په نړۍ کې هیڅ ښځه د ښځو او نارینهو ترمنځ د برترۍ قرباني نهشي.
هغې ازادي راډيو ته وويل:
"موږ باید د دې لپاره کار وکړو چې په نړیوالو قوانینو کې جنسيتي اپارتايد د جرم په توګه وپېژندل شي، ترڅو په هیڅ هېواد کې هیڅ ښځه د ښځو او نارینهو تر منځ د خود غرضۍ، جلاوالي او لوړ ګڼلو قرباني نهشي."
هممهاله د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، که جنسیتي اپارتايد په رسمیت وپېژندل شي، د ښځو پر وړاندې د تبعیض لهمنځه وړلو، حقونو ته د هغوی د لاسرسي او د جنسیتي برابرۍ په برخه کې به اسانتیاوې رامنځته شي.
ترنم سیدي دغه ګډ حرکت رامنځته کېدو ته په اشارې سره وویل، دغه پیوستون د ټولنیزو او حقوقي بدلونونو په لاره کې د ښځو د ځواک په پیاوړتیا کې اغېزمن تمامېدای شي:
"د جنسیتي تبعیض د لهمنځه وړلو لپاره د افغانستان د ښځو تر څنګ د ایران او نورو هېوادونو د ښځو مبارزه د ښځو د پیوستون او یووالي ښودنه کوي، دغه پیوستون او همکاري د ټولنیزو او حقوقي بدلونونو په لاره کې د ښځو د ځواک په پیاوړتیا کې اغېزمن تمامېدای شي."
د جنسيتي اپارتايد اصطلاح، چې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او توپیر معنا لري، په نړیوالو قوانینو کې د جرم په توګه نهدی پېژندل شوی او له همدې امله يې د جزايي تعقيب په موخه د عاملينو محاکمه موجوده نه ده.
خو په نړیوالو قوانینو کې د جنسيتي اپارتايد اصطلاح د شاملولو غوښتنه شوې ده.
د بشري حقونو نړیوال فدراسیون هم پهدې وروستیو کې د یوه پرېکړهلیک په صادرولو سره د "جنسيتي اپارتايد" د پېژندلو کمپاین سره یوځای شو او د افغان نجونو او مېرمنو وضعیت یې د جنسیتي تبعیض د مثال په توګه یاد کړ.
په همدې موخه د تېر کال د مارچ په مياشت کې يو کمپاين پيل شو چې په ترڅ کې يې په افغانستان، ايران او نورو هېوادونو کې يو شمېر ښځو، د ښځو د حقونو مدافعانو او حقوق پوهانو د جندر د توهين د پېژندلو لپاره د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل چې دغه کنوانسيون دې د بشریت ضد جرمونو په اړه مسوده کې شامل کړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واک ترلاسه کولو وروسته، طالبانو پر نجونو او ښځو محدودیتونه ولګول، چې له ډلې يې د نجونو په مخه له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو تړل، پوهنتونونو ته هغوی له تګ راګرځول او په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د هغوی پر کار کولو بنديزونه شامل دي.
دغه شان دوی په سينګارتونونو کې د کار کولو، لوبغالو، تفریحي سيمو او ښځينه حمامونو ته د تګ اجازه هم نهلري او پرته له محرم لیرې واټن سفر هم نهشي کولی.
خو د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، هغه څه چې ظاهراً د افغان ښځو د حقونو مدافعینو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نهدي.