د افغانستان یو پېژندل شوی لیکوال او ژورنالېست عبدالحمید مبارز د شنبې په ورځ د وري په ۱۸مه د ۹۴ کلونو په عمر په کابل کې ومړ.
د عبدالحمید مبارز لور نیلاب مبارز د یکشنبې په ورځ د وري په ۱۹مه په خپله فیسبوک پاڼه د خپل پلار د مړینې خبر تایید کړ.
نوموړی نن (یکشنبه) د کابل په «قول اب چکان» هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
یو شمېر فرهنګي فعالانو او سیاسي څېرو پر ټولنیزو رسنیو د ښاغلي مبارز مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده.
له دې ډلې د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د عبدالحمید مبارز نوم به د افغانستان د فرهنګي تاریخ په پاڼو کې تل پاتې وي.
هغه زياته کړه چې مبارز د خپل ژوند ډيره برخه د افغانستان د ملي ګټو، ملي او انساني ارزښتونو او فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې تېره کړې ده.
د سیاسي چارو یو کارپوه جمشید یما امیري په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې مبارز په افغانستان کې د بشري حقونو، ډیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ د دفاع لپاره ټول عمر مبارزه کړې او هغه په حقیقت کې د افغانستان د مطبوعاتو ژوندی تاریخ و.
لیکوال او څېړونکي دوکتور عبدالغفور لېوال ازادي راډيو ته وویل، ښاغلی مبارز د خپلو ژورنالېستیکو او فرهنګي فعالیتونو ترڅنګ د تاریخ لیکنې په برخه کې هم لوی لاس درلود.
" د ارواښاد عبدالحمید مبارز څخه د افغانستان تاریخ په اړه لیکنې پاتې دي او د مبارز نثر ساده، خوږ او شفافه و. د ژبې او د موضوعاتو د جوړښت له پلوه د ده لیکنې د دري ژبې د کابلي لهجې له وروستیو خالصو لیکنو څخه دي."
افغان رسنیز او فرهنګي فعال ، صدیق الله توحیدي د رسنیو په برخه کې د ښاغلي مبارز د فعالیتونو د ارزښت په اړه ازادي راډيو ته وویل:
" هغه شاوخوا نیمه پېړۍ د رسنیو او بیان ازادۍ لپاره قلم او قدم وواهه. ارواښاد مبارز د خپل ژوندانه پر مهال د خبریالانو د ملاتړ او بشري حقونو د ارزښتونو د ساتنې په برخه کې ډېر خدمتونه ترسره کړي او په لسګونه اثار او کتابونه یې لیکلي. "
عبدالحمید مبارز د امیر احمد خان یوسفزي زوی، د ۱۳۰۹ لمریز کال د کب په میاشت کې د کابل په باغبان کوڅه کې زېږیدلی دی.
نوموړي د کابل په استقلال لېسه کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې او د کابل پوهنتون د نړیوالو اړیکو په څانګه کې یې لوړې زده کړې وکړې.
ډېرخلک ارواښاد مبارز د رسنیزو، فرهنګي او سیاسي فعالیتونو له امله یې پېژني.
عبدالحمید مبارز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د انیس ورځپاڼې مرستیال، د باختر خبري آژانس رئیس او د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې د رئیس په توګه دندې ترسره کړې دي.
د نوموړي څو کتابونه هم چاپ شوي چې له هغې جملې "له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۹۶ پورې د افغانستان د سیاسي وقایعو شننه، د ډیورند کرښه نړیواله پوله نه ده، درېیمه مشروطه او په افغانستان کې د ډیموکراسۍ پیل او سیاسي تبصرې د یادونې وړ دي.
سربېره پر دې له ۱۵۰۰ څخه زیاتې علمي، ادبي او فرهنګي مقالې يې په چاپي رسنيو کې خپرې شوې دي.