د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

مبارز: د حزب التحریر د فعالیتونو دوام به د افغانستان لپاره جدي ستونزې پیدا کړي


د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې؛ افغان حکومت باید په هېواد کې د حزب التحریر د فعالیتونو مخه ونیسي.

دوي وایي چې؛ حزب التحریر د افراطي ډلو یو ګوند دې چې ریښې ېي له افغانستان نه بهر دي.

په افغانستان کې د حزب التحریر د فعالیتونو په هکله د رپوټونو له خپریدو وروسته یو شمېر افغان کارپوهان وایي چې؛ د دې ډلې د فعالیتونو دوام به د افغانستان لپاره جدي ستونزې پیدا کړي.

دوي په دې باور دي چې؛ حزب التحریر یوه غیر قانوني ډله ده او په افغانستان کې په هیڅ صورت د فعالیت حق نه لري.

د سیاسي چارو یو کارپوه عبدالحمید مبارز د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې؛ حزب التحریر بهرنۍ ریښې لري او باید چې په افغانستان کې یې د فعالیت مخه ونیول شي:

"دا ډول ګوندونو ته د فعالیت اجازه ورکول چې ريښې یې له هېواده بهر دي او افراطي ګوندونه دي، زموږ د هېواد وضع له ګواښ سره مخامخ کوي او زموږ ستونزې ډیروي.

اوس چې لا هم سر وخت ده باید په افغانستان کې د دا ډول افراطي ډلو د فعالیت مخه ونیول شي."


حزب التحریر یوه نړېواله شبکه ده چې؛ د لومړي ځل لپاره شاوخوا شپیته کاله مخکې په فلسطين کې رامنځ ته شوه چې دوي ظاهراَ خپل هدف په نړۍ کې د اسلامي خلافت رامنځ ته کول بولي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانانو ټولنې هم شاوخوا دوه اونۍ مخکې له افغان دولت نه وغوښتل چې؛ په افغانستان کې د دې ګوند د فعالیتونو مخه ونیسي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانانو شبکې افغان حکومت ته خبرداری ورکړ چې؛ که په هېواد کې د حزب التحریر د فعالیت مخه ونه نیول شي ښايي د وسلوالو طالبانو په شان اوسني نظام ته په یوه لوی ګواښ واوړي.

د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په افغانستان کې د دې ډلې د فعالیتونو په هکله څه نه دي ویلي.

خو د ملي امنیت یوې سرچېنې چې؛ نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته وویل چې؛ حزب التحریر په پټه او غیر وسله واله توګه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو لکه کابل، کونړ، نورستان، بدخشان او پروان ولایتونو کې فعالیت کوي.

په خپله حزب التحریر هم وخت په وخت په افغانستان کې مطبوعاتي خبرپاڼې خپروي او په دې هېواد کې د انتخاباتو له بهیر، د بهرنیو ځواکونو موجودیت او ډیموکراسۍ سره مخالفت ښيي.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه حاجي سید داوود هم ازادي راډیو ته وویل چې؛ حزب التحریر دا مهال د افغانستان په یو شمېر سیمو کې په علمي او فرهنګي غونډو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

هغه وایي، که افغان حکومت او سیاسي ګوندونه د حزب التحریر د فعالیتونو مخه ونه نیسي نو دا ډله به افغانستان لپاره په یو لوی ګواښ بدله شي.

سره له دې چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مسوولین په تعلیمي موسسو کې د حزب التحریر فعالیتونه ردوي، خو حاجي سید داود او د سمون او بدلون لپاره د ځوانانو ټولنه ټینګار کوي چې؛ د دې ګوند ډیرې فعالیتونه په فرهنګي او د لوړو زده کړو په موسسو کې دي.

یو شمېر افغان کارپوهان وایي چې؛ دا ډله په افغانستان کې انتخابات، اساسي قانون، له نړېوالو سره اړیکې او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک کېدو پرخلاف ده.

دوی یادو موضوعاتو ته په کتو ټينګار کوي چې؛ په افغانستان کې د حزب التحریر فعالیتونه به د افغانستان او افغانانو لپاره په لوی ګواښ او سرخوږي بدل شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG