د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

په افغانستان کې د ایران له خوا د ژورنالیستانو د اتحادیې جوړول د اندېښنې وړ دي


په افغانستان کې د ایران له خوا د ژورنالیستانو د اتحادیې جوړول او د هغې مالي لګښت په غاړه اخیستلو په اړه خپاره شویو راپورونو، یو شمېر افغان خبریالان په انديښنه کې اچولي.

دوي د ایران د سفارت له خوا دغه هڅه د افغانستان په چارو کې څرګنده مداخله بولي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00
مستقیم لېنک


د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر خپلواک صافي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د یو بهرني هېواد په فرمایش په هېواد کې د دا ډول اتحادیو جوړل د اندیښنې وړ دي.

څه موده مخکې هم د ایران له خوا د یو شمېر رسنیو د تمویلولو او ایران ته د هغوي د کار کولو په هکله رپوټونه خپاره شوي وو.

د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادیې مشر عبدالحمید مبارز هم ازادۍ راډیو ته وویل، چې د بهرنیو هېوادونو له خوا په هېواد کې د اتحادیو جوړول د قانون پر خلاف کار دی.

هغه وایي، کوم خبریالان چې دغو اتحادیو سره یو ځای کیږي باید د افغان خبریالانو له ډلې ووځي.

په وروستیو کې یو شمېر رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې ایران څو ورځې مخکې د کابل د یو شمېر تلویزیونونو او رسنیو مسئولین او خبریالانو د روژه ماتې لپاره وربللي و.

خو په دې روژه ماتې کې د وربلل شویو ژورنالستانو یوه ټولنه هم جوړه شوې ده.

په دې رپوټ کې د هغو خبریالانو نومونه هم راغلي چې د جمعې په ورځ یې د ایران له خوا په وربلل شوې میلمستیا کې برخه اخیستې وه.

پدې لست کې د یو شمیر هغو کسانو نومونه راغلي چې د یو شمیر رسنیو مسوولین دي.

خو د تمدن ټلویزیون د امتیاز څښتن محمد جواد محسني بیا چې د رپوت له مخې ددې اتحادیې د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی آزادۍ راډیو سره په مرکه کې دا خبر په بشپړه توګه رد کړه

هغه وایي دوی کله نا کله د ارزښت لرونکو رسنیو په نوم د دیني خپرونو د لا ښه کیدو لپاره یوه غونډه جوړوي، چې د هغه په وینا دا خبر د یو شمیر رسینو له خوا په غلطه توګه تعبیر شوې.

بل خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، د ایران په سفارت کې د خبریالانو د یوې اتحادیې د جوړیدو له اوازو خبر شوي دي.

ددې وزارت د خپرونو د څانګې مرستیال دین محمد مبارز راشدي آزادۍ راډیو ته وویل چې د قانون له مخې هیڅ هیواد حق نه لري د خبریالانو لپاره د اتحادیو په جوړولو کې مداخله وکړي:

"دا امکان نه لري چې د افغانستان په اوسني حالت کې دې د بهرنیو هیوادونو په سپارښتنه یوه ټولنه جوړه شي.

خو په ټوله کې مونږ د افغانستان ټول قوانین پلي کوو او افغان حکومت هم تل له رسنیو او هغو هیوادونو چې د افغانستان له رسنیو سره مرسته کوي غوښتي چې باید هر څه په شفافه او قانوني توګه وي.

ټول هغه هیوادونه چې مونږ سره ښې اړیکې لري باید دې خبرې ته پام وکړي چې د افغانستان د قوانینو پر خلاف کوم کار ونه کړي."


ومو غوښتل پدې هکله د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو خو ددې وزارت مطبوعاتي دفتر ددې مسلې په هکله بې خبري وښوده.

ویل کیږي چې ایران په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې په رسنیو پانګونه کړې او ځینې یې تمویلوي، خو افغان حکومت تراوسه ددغو راپورونو د کره والي په اړه بشپړ تحقیقات نه دي کړي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG