د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

مبارز: موږ په افغانستان کې د بیان ازادي بشپړه نه بولو


په افغانستان کې په تېرو دوولسو کلونو کې د رسنیو او د بیان د ازادي وضعیت ښه ګڼل شوی دی؛ خو ویل کیږي چې، اوس هم د خبریالانو په وړاندې یو شمېر خنډونه او ستونزې شته.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې مشر عبدالحمید مبارز د یکشنبې په ورځ په کابل کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې وویل چې؛ اوس هم لیدل کیږي چې، په ځینو ولایتونو کې سیمه ییز زورواکي خبریالان نه پریږدي چې خلکو ته په اطلاع رسولو کې ازاد فعالیت وکړي.

"اوس هم ډیر قوي محافظه کاران، زور مندان او ټوپکسالاران شته، په تېره بیا په لرې پرتو سیمو کې؛ زموږ ژورنالیستان نه شي کولای چې؛ د هغې د اجازې پرته راپور خپور کړي؛ نو په همدې دلیل موږ په هېواد کې د بیان ازادي بشپړه نه بولو.
"

ښاغلي مبارز په هېواد کې د خبریالاو وژنه د مطبوعاتو کورنۍ ته لویه ضربه وبلله

له بلې خوا په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی رییس صدیق الله توحیدي که څه هم په تېرو دولسو کلونو کې د مطبوعاتو وضعیت ښه بولي؛ خو وايي، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالو ترسره کوونکي سزا نه ویني.

د رپوټونو له مخې په تېرو څو کلونو کې نه یواځې دا چې د افغان خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی؛ بهرني خبریالان هم له دې ستونزې په امان نه دي پاتې.

په کابل کې د یوه سویډني خبریال وژنه او په خوست کې د اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس د یوې خبریالې وژل کېدل د بهرنیانو پر وړاندې د تاوتریخوالو وروستۍ بیلګې دي.

له دې ټولو ستونزو سره سره هم په افغانستان کې لسګونه ټلویزیوني او راډیويي شبکې، ورځپاڼې، انټرنیټي خپرونې فعالیت کوي.

رسنۍ د حامد کرزي په دولس کلني ولسمشرۍ کې د حکومت له سترو لاسته راوړنو یوه شمیرل کیږي.

ښاغلي کرزي په خپلې وروستۍ وینا کې په افغانستان کې د رسنیو پرمختګ د سیمې په سطحه بې ساری وباله او له فعالیت څخه یې ستاینه وکړه.
XS
SM
MD
LG