د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

مبارز: د رسنیو د بندولو پر ځای دې د خبرو اترو لار هواره شي


د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې ریس عبدالحمید مبارز
د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې ریس عبدالحمید مبارز

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي که چیرې افغان خصوصي تلویزیونونه خپلو هغو خپرونو ته چې د افغانستان د خلکو د اسلامي عقایدو او افغاني فرهنګ سره اړخ نه لګوي بندې نه کړي نو دوی به دغه تلویزیونونه وتړي.

د افغانستان د خبریالاونو یو شمیر ټولنې او د رسنیو مسوولانو د افغان تصویري رسنیو د ځینو سر غړونو له امله د د غو رسنیو د تړلو خبره نا سمه بولي او وايي، چې په کار ده دغه ستونزه د خبرو او ګډ کار له لارې هواره شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، که چیرې افغان خصوصي تلویزیونونه خپلو هغو خپرونو ته چې د افغانستان د خلکو د اسلامي عقایدو او افغاني فرهنګ سره اړخ نه لګوي بندې نه کړي دوی به دغه تلویزیونونه وتړي.

د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې ریس عبدالحمید مبارز په داسې حال کې چې په دغې برخه کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مداخله پر ځای بولي وايي، چې د د غې ستونزې د هواري لپاره دې د ګواښ پر ځای، ګډ کار ته زمینه برابره شي:

"زه د ګواښ طرفدار نه یم، زه د مشورې، ډیالوګ او توسعې طرفدار یم، چې دواړې خواې یعنې د اطلاعات او فرهنګ وزارت او د رسنیو مسوول مدیران هره اوونۍ غونډې ولري، پر یو دې نیوکې وکړي، ځوابونه دې ورته ووايي او تشریحات دې ورته ورکړي، ځکه موږ او تاسې د اصلاحاتو طرفدار یو او د تکامل طرفدار یو، که موږ اصلاحات ولرو تکامل ته رسېدای شو."

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده د مخکې د امروز په نوم خصوصي تلویزیون هم د ورته دلایلو له مخې وتړل شو او اوس، اوس د رسنیو د سرغړونو د څیړنې کمیسیون د نا سمو خبرونو د خپرولو په تور د ساقي تلویزیون او بینوا ویب پاڼې د خپرونو د بندلو غوښتنه هم کړې ده.

خو د نوموړو رسنیو مسوولانو د دغه اقدام غندنه کړې ده او ویلي یې دي، چې د موضوع د څیړنې لپاره به خپل دلایل وړاندې کړي.

په کابل کې د افغان تلویزیون ریس احمد شاه افغان زی هم ازادي راډیو ته وویل، چې په کار ده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو ته د ګواښ پر ځای خپله د تفاهم او همکارۍ لمن پراخه کړي:

"په افغانستان کې اساسي قانون او د رسنیو قانون وجود لري، په خپله حکومت ته لازمه ده، چې د دغه قانون په رڼا کې د رسنیو د ازادي او د هغوی د فعالیت احترام وکړي.

دا د حل لاره نه ده، چې حکومت ازاده رسنیو ته دا ډول وړاندیزونه کوي، باید دوی د خپل د تفاهم، همکاري او تماس فضا پراخه کړي او هغه نیمګړتیاوې چې په رسنیو کې شته د رسنیو د مسوولینو سره په تفاهم کې پلانونه جوړ کړي او ورته د حل لاره ولټوي. ورستۍ وسله دې په لومړي ځل نه کاروي. "

د ښاغلي افغان زي په وینا له دغې موقع څخه به هغه سیاسی ډلې چې د خپرونو امکانات لري ګته پورته کړي او دا به هغه سوداګر هم زړه ماتې کړي کوم چې په دې برخه کې پانګه اچونه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر راپرځیدلو ورسته د دولتي رسنیو تر څنګ په لسګونه تصویري او صوتي رسنیو او په سلګونه چاپي رسنیو خپل فعالیت پیل کړ، خو د یو شمیردغو رسنیو په اړه ویل کیږي چې خپرونې یې دا سلامي عقایدو او افغاني فرهنګ سره اړخ نه لګوي، چې له همدې امله د افغان دولت او په ځانګړي ډول د عوامو له سختو انتقادونو سره مخ شوي دي.
XS
SM
MD
LG