د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

مبارز:د هند صدراعظم د سیمي نوي حالات له کرزي سره یوځای څيړي


عبدالحمید مبارز
عبدالحمید مبارز
د هند صدراعظم من موهن سنګ نن کابل ته راغی، چې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د هند او افغانستان پر اړیکو خبرې وکړي.

دا سفر وروسته له دې ترسره کېږي، چې د پاکستان صدراعظم کابل ته سفر وکړ او د ځینو راپورونو پر اساس یې ولسمشر کرزي ته بلنه ورکړه چې د امریکا پر ځای له چین او پاکستان سره ستراتیژکي اړیکې ټینګې کړي.

کابل ته د من موهن سینګ سفر له دې کبله هم مهم بلل شوې، چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته کېږي.

عصمت څاروان په دې موضوع د سیاسي چارو له کارپوه او ژورنالیست عبدالحمید مبارز سره مرکه کړې، چې دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ.
XS
SM
MD
LG