په یو شمېر ولايتونو کې ځنې ښځې ادعا کوي چې پهدې وروستيو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت د محتسبينو او کارکوونکو له خوا ډېرې ځورول کېږي.
دوی وايي، که په حجاب کې هم له کوره ووځي، په ټکو یې د طالبانو د حکومت د کارکوونکو له لوري ځورول کېږي.
د کندز ولايت یوه اوسېدونکې ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکو له لوري ځورول شوې.
"ماشوم مې په غېږ کې لږ نارامي وکړه ما چې غلى کوه ټيکرى مې لږ وښوېده، همدغلته له مبايل پلورنځي څو محتسبين راغلل…"
نوموړې چې د امنيتي ستونزو له امله د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي، سره له دې چې ښځې اسلامي حجاب مراعتوي، خو په ټکو یې د خپلو اړتياو د پوره کولو لپاره چې له کوره وځي، د طالبانو د حکومت له لوري ځورول کېږي.
هغې ازادي راډيو ته وويل:
"ماشوم مې په غېږ کې لږ نارامي وکړه ما چې غلى کولو مې، ټيکرى مې لږ وښوېیده، همدلته له موبايل پلورنځي څو محتسبين راغلل او ماته يې وويل چې ولې؟ ما صرف دومره ورته وويل چې ماشوم مې ژړل بده پرې ولګېده او ډېر بد چلند يې راسره وکړ، غوښتل يې چې لاس راباندې پورته کړي، نورو خلکو پرې نه ښودل او بيا يې راته وويل چې په دې شکل دې بازار کې نوره و نه وينو، زه راغلم کور ته خو فکر کوم تر کوره يې خامخا تعقيب کړې يم."
د کابل ولايت اوسېدونکې لېمه هم وايي، کله چې د خپلو اړتياو د پوره کولو لپاره له کوره بهر وځي، په ښار او بازار کې له داسې ډېرو پېښو سره مخ کېږي
نوموړې ازادي راډیو ته وویل:
" يو چېرې تلم، په بس کې کېناستم يوه مور ناسته وه څنګ کې يې يو هلک ناست و نو دغه صحنه کې يو د امر بالمعروف غړى را ننووت او ټوپک يې مستقيم دې ښځې ته ونيوه، ډرېور ورته وویل، دا يې زوى دى مولوي صاحب، ټول ووېرېدو."
دغه شان د کابل ولايت يوه بله اوسېدونکې چې دا هم نهغواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې خپور شي، ورته ادعا لري:
"څه وخت مخکې چې امارت د سوالګرو ښځو د ټولولو پروسه پيل کړې وه هغه ښځې چې د نانوايي يا نورو ځايونو مخې ته کېناستلې امارت ټولولې، ښځې ډارېدلې نه پورته کېدې رېنجر ته، بيا دغو ښځو ته (محتسبينو) څپېړې ورکولې لرګي ورسره وو او دوى يې وهلې حتى سپين سرې ښځې به هم وې."
دا شکايتونه پهداسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت د عدليې وزارت د وري په اوومه نېټه پر خپله ايکس پاڼه خبر ورکړی چې د طالبانو مشر ملاهبتالله اخندزاده د شکایتونو اورېدو قانون توشيح کړی او په رسمي جريده کې خپور شوی دی.
ياد شوی قانون چې یوه مقدمه، دوه فصلونه او ۲۳ مادې لري، دغه وزارت ادعا کوي چې د عدالت د پلي کېدو په موخه جوړ شوی دی.
د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ویلي، خلک باید شکایتونه له امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سره ثبت کړي او له یاد وزارت څخه غوښتل شوي چې د شکایت کوونکي خوندیتوب ته پام وکړي او شکایت ته یې قانوني رسیدنه وکړي.
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شکاياتو د اورېدو مرستیال سيد علي صديق الله دوري په اوومه نېټه په يو خبري کنفرانس کې د ياد قانون په اړه وويل:
"دا قانون په هغه څه باندې جوړ شوى دى چې ولسي خلک که ښځې وي که نارينه وي چې له ولسي خلکو او د حکومت د خلکو او ادارو څخه شکايت وکړي که هغه د وزارت دفاع له کارکونکو څخه وي که له پوليسو څخه وي او که له ولسوال او والي څخه وي همدغه شکايتونه مونږ اخلو."
نوموړي ادعا کوي چې د تېر کال په پرتله شکايتونه کم شوي او زیاته یې کړه چې تر ډېره شکايتونه د طالبانو د حکومت د پوځيانو حتى محاکمو په برخه کې ثبت شوي دي.
د ده په ټکو چې تېر کال په کابل کې شاوخوا ٤٠٠٠ زره شکايتونه ثبت شوي وو، خو سږکال ١٧٢٢ شکايتونه ثبت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بېلابېلو راپورونو پر بنسټ طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې د مدني فعالانو، ليکوالو، خبريالانو او ښځو په ګډون ګڼ شمېر کسان نیولي، شکنجه کړي او وهلي دي چې یو شمېر بېرته خوشې شوي او يو شمېر يې اوس هم په زندانونو کې په بېبرخليکه وضعيت کې شپې سبا کوي.