بایډن: اسراییل بشري مرستې د فشار د وسیلې په توګه نه‌شي کارولی

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې بشري مرستې دې د حماس پر ضد جګړه کې د فشار د وسیلې په توګه نه کاروي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون پنجشنبې اسراییلو ته خبرداری ورکړې چې د حماس وسله‌واله ډلې پر ضد جګړه کې بشري مرستې د فشار د وسیلې په توګه نه شي کارولی.

امریکا متحده ایالاتونه او اورپايي ټولنه حماس وسله‌واله ډله د ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

بایډن کانګرس ته د خپلو خبرو په یوه برخه کې په غزه کې پر موقتي اوربند تاکید وکړ او وې وویل، د بې ګناه خلکو ساتنې ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

هغه وايي: "زه بې له وقفې د هغه اوربند لپاره چې شپږ اوونۍ به دوام وکړي تاکید کوم څو ټول بندیان راخوشې شي، ټول یرغمل شوي ازاد او خپلو کورونو ته راستانه شي او د نه زغملو بشري بحران ورسره راکم شي."

د روژې میاشتې په درشل کې هڅه روانې دي چې په غزه کې موقتي اوربند وشي.

ولسمشر جوبایډن په عین حال کې د امریکا پوځ ته امر کړی چې غزې ته نژدې د یو بندر د جوړولو لپاره دې د بېړني ماموریت مشري وکړي.

د دې بندر د جوړولو موخه غزې ته د بشري مرستو په رسولو کې اسانتیا یاد شوې، چېرته چې د قحطۍ په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.

بل پلوه بریتانیا ویلي، له امریکا سره په ګډه غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره یو ساحلي دهلیز جوړوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون نن په ټولنیزو شبکو کې به یو پیغام کې په دې اړه د خپل هېواد د چمتوالی په اړه ویلي دي.

هغه زیاته کړې، له اسراییل بیا هم غواړي چې غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو اجازه، او اړمنو کسانو ته يې د رسېدو لارې برابر کړي.

په غزه کې د جګړې د پیل څه باندې پنځه میاشت کېږي.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې حماس وسله‌والې ډلې د اکټوبر پر ۷ پر اسراییلو په برید سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او یو شمېر نور يې له ځان سره غزې ته وې وړل.

اسراییلو د دې برید په ځواب پر غزې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د حماس تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت په خبره تراوسه په دې جګړه څه باندې ۳۰ زره کسان وژل شوي او زرهاوو نور ټپیان شوي دي.