په ایران کې خلکو پرون د ولسي جرګې یا مجلس او د یوې بلې مهم مقننه څانګې د خبره ګانو د مجلس لپاره رایې ورکړې.
ایرانیانو پرون جمعه د کب یوولسمه د اسلامي شورا او د خبره ګانو د مجلسونو د غړو د انتخاب لپاره رایې ورکړې.
د اسلامي شورا مجلس په افغانستان کې د جمهوري نظام د مهال د ولسي جرګې انډول مقننه قوه ده او د خبره ګانو مجلس بیا له روحاني شخصیتونو جوړه جرګه ده چې د مهمو پرېکړو صلاحیت لري.
د رای ورکولو بهیر د سهار په اتو بجو پیل شو او د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ.
چارواکو د رای ورکولو وخت دوه ځلې د دې لپاره تمدید کړ چې نور خلک رای ورکولو ته ورشي.
خلکو د څه باندې ۱۵ زره کاندیدانو له ډلې د ۲۹۰ غړو د انتخاب لپاره رایې ورکړې.
تمه ده چې د دې رایو قسمي نتایج نن اعلان شي.
د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر کې د پولیسو په توقیف کې د پېغلې مهسا امیني له مړینې وروسته چې په ایران کې پراخ اعتراضونه وشول دا لومړني انتخابات وو.
ایراني چارواکو د دې لپاره چې له دې اعتراضونو وروسته خپل له لاسه تللی اعتبار بیا ترلاسه کړي دې ته اړتیا درلوده چې خلک په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي، خو ډېری ایرانیانو د انتخاباتو په درشل کې ویلي وو چې رایې به ورنه کړي ځکه د دوی په وینا دا انتخابات بې مفهومه و.
د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې نرګس محمدي په ګډون مخکښو شخصیتونو ویلي وو چې انتخابات تحریموي ځکه د دوی په نظر نتایج یې له مخکې معلوم دي.
د کورنیو چارو وزارت پخواني معین مصطفی تاجزاده لوی مذهبي مشر د ایران د برخلیک پر وړاندې په بې تفاوتۍ تورن کړ او ویې ویل چې رایه به ورنه کړي.
د څارونکو په نظر بې باوري، د ژوند د سختو شرایطو له کبله عمومي نارضایتي او د بشري حقونو سرغړونې په انتخاباتو کې د خلکو د پیکه ګډون علتونه دي.
د ایران د رایو دولتي ادارې چې پخوا به یې د انتخاباتو په درشل کې د نظرپوښتنو نتایج خپرول دا ځل له انتخاباتو دوه ورځې مخکې د فبروري په ۲۸مه د لومړي ځل لپاره یوه سروې خپره کړه.
په دې سروې کې یوازې ۳۸،۵ سلنه ګډونوالو ویلي وو چې په انتخاباتو کې برخه اخلي.
د دې ادارې د اټکل له مخې د انتخاباتو په ورځ باید ۴۱ سلنه خلکو رایې ورکړې وي.
په یوه بله نظرپوښتنه کې چې د ایران دولتي تلوېزیون ترسره کړه او د پنجشنبې په ورځ خپره شوه په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه ۴۳،۱ اټکل شوې وه.
دولتي رسنیو پرون خبر ورکړ چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه ښه وه، خو عیني شاهدانو رویټرز خبري آژانس ته وویل چې په تهران او ډېرو نور ښارونو کې د رای ورکولو بهیر پیکه و.
د ایران د رایو دولتي ادارې د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې په تېر ځل انتخاباتو کې د ۵۲ سلنه خلکو د ګډون اټکل کړی و، خو ویل کېږي چې د خلکو د ګډون اصلي کچه ۴۲،۵۷ سلنه وه.