د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

روحاني: د اټمي هوکړې اصلي خنډونه هوار شوي؛ جرمني او فرانسه: ځیني موانع لا شته


حسن روحاني
حسن روحاني

ایراني چارواکي د اټمي تړون پرسر له نړیوالو سره په خبرو کې د ډېر پرمختګ خبر ورکوي.

دا خبرې له نژدې درې میاشتو راهیسې د اسټریا په پلازمېنه وینا کې روانې دي او روانه اوونۍ وروسته تردې وځنډېدې چې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سخت دریځی ابراهیم رییسي بریالی شو.

د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د کار دوره یې پای ته رسیدلې ده وایي، د تهران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو مخې ته اصلي خنډونه هوار شوي دي، خو جرمني او فرانسه وایي چې ځیني موانع شته.

حسن روحاني دا خبرې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د کابینې په غونډه کې وکړې او بل لور ته نورو جګپوړیو ایراني چارواکو په دې خبرو کې چې له اپریل راهیسې په وینا کې د ایران، روسیې، چین، بریتانیا، جرمني او اروپایي ټولنې د استازیو ترمځ روانې دي او واشنګتن په غیر حضوري ډول برخه په کې اخیستې ده، د پرمختګ خبر ورکړی دی.

د روحاني د دفتر رییس محمود واعظي ویلي دي چې واشنګټن په اصولو کې تر زرو د ډېرو بندیزونو له لېرې کېدو سره موافقه کړې ده.

آرشیف، ویانا کې د ایران پر اټمي تړون خبرې
آرشیف، ویانا کې د ایران پر اټمي تړون خبرې

د ده په وینا دا هغه بندیزونه دي چې درې کاله مخکې د متحد ایالاتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اټمي تړونه بهر شو او دا بندیزونه یې ولګول.

ایراني رسنیو د واعظي په وینا خبر ورکړی دی چې موافقه شوې ده چېد بیمې، تیلو او د بیړیو په واسطه د موادو د انتقال په برخو کې بندیزونه لېرې شي.

واعظي زیاته کړه چې د اوس لپاره بحثونه پردې کېږي چې پاتې کوم بندیزونه له اټمي تړون سره مرتبط دي او کوم تر دوه زره پنځلسم کال مخکې لګیدلي وو؟

د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر ابراهیم رئیسي
د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر ابراهیم رئیسي

د امریکا د متحد ایالاتونو د ملي امنیت سلاکار جیک سولېوان د یکشنبې په ورځ ویلي و چې لا هم د بندیزونو د لېرې کېدو لپاره او د ایران له لورې د اټمي تړون د ژمنو د ترسره کولو لپارهد پام وړ واټن شته.

امریکایي پلاوی په ویانا کې د خبرو ځای ته نژدې حضور لري.

د اروپایي ټولنې پلاوی د دواړو لوریو تر منځ منځګړیتوب کوي.

د ایران او د نړۍ د پیاوړیو هېوادو ترمنځ د اټمي تړون پرسر د بیا موافقې خبرو وروستی دور د روانې اوونۍ یکشنبه، دوې ورځې وروسته تر دې وځنډېد چې په ایران کې انتخابات وشول او بنسټپاله ابراهیم رییسي په کې بریالی شو.

خو رییسي ویلي دي چې دی هیلمن دی د اټمي تړون پرسر خبرې مخکې تر دې پای ته ورسېږي او موافقه وشي چې اوسنی حکومت په واک کې وي.

تمه ده چې د اګست په میاشت کې رییسي د روحانی ځای ونیسي.

XS
SM
MD
LG