بلوچ: پاکستان د افغانستان له لوري د تروریستي ګواښونو له درکه اندېښمن دی

د تېرې جنوري میاشتې په اتمه په باجوړ کې پر امنیتي ځواکونو چاودنه شوې وه چې پنځه پولیس افسران په کې وژل شوي یو شمېر نور ټپیان دي.

په پاکستان کې د انتخاباتو په درشل کې امنیتي پېښې ډېرې شوي دي.

پاکستان د طالبانو له حکومته وغوښتل چې په خپله خاوره کې د هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د اسلام اباد په وینا تروریستي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې زهرا بلوچ پرون پنجشنبې په اسلام اباد کې په خپله اوونیزه خبري غونډه کې د خپل هېواد غوښتنه تکرار کړه، ویې ویل، طالبان دې هغه ترهګر، چې د اسلام اباد په وینا له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي، پاکستان ته وسپاري.

دې زیاته کړه، اسلام اباد د افغانستان له لوري د تروریستي ګواښونو له درکه اندېښمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې زهرا بلوچ

طالبانو تر دې پخوا د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت د روانې اوونۍ په لومړیو کې د پاکستان واکمنان د خپلو خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام وبلل او ویې ویل چې پاکستان د خپلې ناکامۍ پړه د نورو په غاړه اچوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې په داسې حال کې یو وار بیا د افغانستان په خاوره کې د 'ټي ټي پي' په شان ډلو پر ضد د طالبانو د فوري اقداماتو غوښتنه وکړه چې کابو یوه اوونۍ وروسته په پاکستان کې عام انتخابات کېږي او په درشل کې یې په دغه هېواد کې ناامنۍ ډېرې شوي دي.

خو د انتخاباتو کمېسیون یې وايي چې له دغو ننګونو سره سره به د راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ انتخابات ترسره شي.

دغه کمېسیون دا خبره په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د امنیتي پېښو په اړه له جګپوړو امنیتي چارواکو سره له پرونۍ پنجشنبې غونډې وروسته وکړه.

د فبرورۍ د اتمې نېټې د انتخاباتو یو کاندید ریحان زېب د چهارشنبې په ورځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو او څلور نور ژوبل شول.

هغه د تحریحک انصاف ګوند غړی و، خو د خپلواک کاندید په توګه یې کمپاین کاوه.

ریحان زېب د تېر جنورۍ په ۳۱مه باجوړ کې ووژل شو.

پر ریحان زېب د حملې مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

تر دې یوه ورځ وړاندې په بلوچستان کې له یوې انتخاباتي غونډې وروسته په یوه موټربمي برید کې څلور تنه وژل شوي وو.

د هغې حملې مسوولیت هم داعش په غاړه اخیستی و.

تر دې مخکې 'ټي ټي پي' ویلي و چې پر انتخاباتي کاندیدانو بریدونه نه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بلوچ بېلتون غوښتونکو د دوشنبې په ورځ په بلوچستان کې پر مچ ښار برید وکړ او له امنیتي ځواکونو سره یې نښتې ساعتونه دوام وکړ.

په دې برید کې لږترلږه ۱۵ تنه ووژل شول.