'ډبلیو ایچ او' په غزه کې د خلکو بې ځایه کېدنې ته ژوره اندېښنه ښودلې

یوه فلسطیني کورنۍ له غزې څخه د وتلو پر مهال لیدل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' ویلي چې په غزې تړانګه کې د خلکو بې ځایه کېدنې ته ژوره اندېښنه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې له غزې څخه په ګڼ شمېر کې د خلکو تېښته د عفوني ناروغیو د زیاتوالي د خطر لامل کېږي او د بشري مرستو بهیر ستونزمنوي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ وویل، کارکوونکو یې په غزه کې د خان یونس له سیمې د لسګونه زره کسانو د تېښتې حالت لیدلی دی.

دا هغه سیمه ده چې په دې وروستیو کې اسراییل پرې درنې حملې کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا خلک له دغې سیمې پلي او دغه راز پر خرو او موټرو کې د تېښتې په حال کې دي.

په لوېدیځه غاړه او غزه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریک پیپرکورن د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر ولیکل چې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو نوې څپې ته ژوره اندېښنه لري.

د نوموړي په خبره، دغه وضعیت د دې لامل شوی چې د غزې په جنوب کې پر روغتیایي مرکزونو د خلکو فشار زیات شي.

په همدې حال کې د اسراییل پوځ د چهارشنبې په ورځ د غزې په جګړه کې د خپلو درېیو نورو سرتیرو د وژلو خبر ورکړی دی.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د غزې په جګړه کې د اسراییل د وژل شویو سرتیرو شمېر ۱۶۶ ته ورسېد.

بل لورته د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی، ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې اسراییلي پوځیانو ۱۹۵ فلسطینیان وژلي او څه باندې ۳۰۰ یې ټپیان کړي دي.

حماس سخت دریځه ډله د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.

حماس د تېرې اکتوبر میاشتې په ۷مه پر اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې برمته کړل.

تر دغې پېښې وروسته اسراییلو پر غزې تړانګه بریدونه پيل کړل او دغه سیمه یې کلابنده کړه.

د غزې دعامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی ویلي چې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۱زرو اوښتی او په وینا یې څه باندې ۵۵ زره نور ټپیان شوي هم دي.

اسراییل حماس تورنوي چې د ملکیانو په منځ کې پوځي فعالیتونه کوي او د هغوی ژوند په خطر کې اچوي، خو حماس بیا دغه ادعا ردوي.

د اسراییل پوځ وایي، تر کومه حده یې چې وس کېږي، په غزه کې د ملکیانو د خوندیتوب هڅې کوي.

پر اسراییل بیا د ملکیانو د وژنې په خاطر نیوکې او فشارونه زیات شوي او ان نژدې متحد یې امریکا هم ویلي چې دوی دې په غزه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته ډېر کار وکړي.