د یوه پاکستاني چارواکي له څرګندونو وروسته چې پر کونړ سیند د بند جوړول یې له پاکستاني سره دښمني بللې وه، د طالبانو حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع الله عابد نن ازادي راډيو ته وویل چې دوی پر کونړ سیند، ګمبیري دښتې سره د یوه بند د سروې او ډیزاین چارې بشپړې کړې دي.
د طالبانو حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، پر کونړ سیند یې، ګمبیري دښتې سره د یوه بند د سروې او ډیزاین چارې بشپړې کړې دي.
د دې وزارت ویاند مطیع الله عابد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د بودیجې له موندلو وروسته به د بند د رغولو چارې هم پیل کړي.
نوموړيل وویل: "د ګمبیري بند د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوي، د رغولو چارې به یې د بودیجې په شتون کې پیل شي."
د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو د وزیر جان اڅکزي په وروستیو څرګندو تبصره ونه کړه، خو تر دې مخکې د دې وزارت سرپرست عبدالطیف منصور له یوه خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې دوی په خپل هېواد کې د بندونو د جوړولو په خاطر د چا اجازې ته اړتیا نه لري.
جان اڅکزي د یکشنبې په ورځ ادعا کړې وه چې طالبان د کونړ پر سیند د بند جوړولو پلان لري او په دې اړه یې له یوه هندي شرکت سره خبرې هم کړي دي.
نوموړي پر خپله ایکسپاڼه دا پرېکړه یوه اړخیزه او له پاکستان سره د دښمنۍ په مانا بللې وه او ګواښ یې کړی و چې که دا کار د پاکستان له ګډونه پرته وشي، د کړکېچ او شخړو د ډېرېدو لامل به شي.
جان اڅکزي زیاته کړې، د بند د جوړېدو په صورت کې د پاکستان لور ته په تلونکو اوبو هم د پام وړ اغېز کولای شي.
خو د اوبو د مدیریت یو پوه نجیب الله سدید بیا د دې پاکستاني چارواکي خبرې ردوي او وايي، په کونړ کې له ګمبیري دښتې سره جوړېدونکو بند به پاکستان په تلونکیو اوبو ډېر اغېز ونه لري.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د پاکستاني چارواکي خبرې له مبالغې ډکې دي. اول خو دا یو ډېر وړوکی بند دی چې پر سیند جوړېږي او اوبه نه ذخیره کوي، یوازې د برښنا د تولید لپاره ترې له اوبو استفاده کوي، یعنې ۴۵ ميګاواټه برښنا به تولیدوي او په ګمبیري ډاګ کې یوې برخې ځمکې ته اوبه ورکوي."
سدید همدا شان وايي چې پاکستان د کابل د سیندیزې حوزې له اوبو څخه ۷۷ سلنه ګټه اخلي چې له افغانستان څخه یې پاکستان ته ډېره ګټه رسېږي، خو د نوموړي په خبره که افغانستان په هغو ټولو سیندونو چې پاکستان ته بهېږي، د برښنا بندونه هم جوړ کړي، د نړیوال بانک د سروې له مخې یوازې له ۳ تر ۱۰ سلنې پاکستان ته د تلونکو اوبو اندازه کمولای شي چې دا ډېرې اوبه نه دي.
د اوبو د مدیریت یو بل پوه نجیب اقا فهیم بیا وایي، د بندونو په څېر د لویو او اساسي پروژو عملي کول تخصصي پوهه، وسایلو او مالي امکاناتو ته اړتیا لري چې طالبان یې اوس نه لري، خو نوموړی زیاتوي چې پاکستاني لوري تر دې مخکې د افغانستان د اوبو په مسیر کې ګڼ بندونه جوړ کړي چې له افغانستان سره یې هېڅ مشوره نه ده پرې کړې.
نوموړي زیاته کړه: "پاکستان په تېرو کلونو کې په دې سیندیزې حوزې کې ډېرې پروژې طرح او تطبیق کړي چې په هېڅ یوې کې يې هم له افغانستان سره مشوره نه ده کړې او اجازه یې نه ده اخیستې، نو دوی هم دا حق نه لري چې له افغانستان څخه وغواړي چې د یوې بنسټیزې پروژې په خاطر له دوی اجازه واخلي."
د یادونې ده چې د روان کال په لړم میاشت کې پر کونړ سیند د بند جوړولو په خاطر یو انلاین کمپاین هم پیل شوی و چې د نورو افغانانو ترڅنګ د طالبانو ځینو پلویانو هم په کې برخه اخیستې وه.
د کونړ سیند چې ۴۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري، په کونړ کې د اوبو د ځینو وړو سرچینو ترڅنګ د چترال سیند هم ورته رابهېږي. دا سیند چې له کونړ او ننګرهار څخه تېرېږي، د جلال اباد په ثمرخېلو کې د کابل له سیند سره یوځای کېږي او بېرته د پاکستان لور ته بهېږي.
که څه هم د سردار محمد داود خان له جمهوریت را پدېخوا ګڼو حکومتونو پر کونړ سیند د بند جوړولو ژمنې کړي، خو لا تر اوسه دا ژمنې نه دي عملي شوي.