افغانستان کې د بې‌وزلي او وزګارتیا زیاتوالی؛ سره صلیب پرې اندېښنه ښودلې

ارشیف: په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د بېوزلۍ او وزګارتیا د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور له مخې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا پراخېدو د ډېرو خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

په دغه راپور کې چې پرون خپور شو راغلي چې د دې ستونزې د پراخېدو یو علت د څو کلونو وچکالي، د سېلابونو او زلزلو په څېر طبیعي افتونه، د نړیوالو مرستندویانو له خوا د مالي مرستو ځنډول او د افغانستان پر بانکوني سکټور محدودیتونه دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې په خپل راپور کې د ماشومانو د خوندیتوب ادارې یا 'سیف دي چلډرن' وروستي راپور ته اشاره کړې چې په کې راغلي، په هرو پنځو افغان کورنیو کې، یوه یې د عوایدو د سرچینو د کمېدو له کبله مجبوره شوې چې په خپلو ماشومانو کارونه وکړي.

په کابل کې کارګر ماشومان. 01 June 2023

'سیف دي چلډرن' ویلي چې د اټکل له مخې یو میلیون ماشومان په کارونو بوخت دي او د زیاتو دغو کورنیو سرپرستي د ښځو لخوا کېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، د افغانستان اقتصادي ستونزې درک کوي چې له کبله یې د دغه هېواد نیمايي وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

بابه کریم په کابل کې لاسي ګاډی چلوي چې رویټرز خبري اژانس ته یې ویلي کار و بار نه شته او اوس نه پوهېږي خپل پنځه اولادونه څنګه ماړه کړي.

بابه کریم په کابل ښار کې لاسي ګاډی چلوي.

هغه وویل: "کراچي چلوم. له سهاره تر ماښامه پر سړکونو ګرځم. کاروبار اصلاً نه شته. مخکې ښه وو. پیسې وې خلکو خرید و فروش کاوه، خو اوس ټوله ورځ ممکن ۱۵۰ افغانیو کار وکړم هغه هم که پیدا شي. ډېر اندېښمن یم، د شپې له اندېښنو خوب نه راځي، راتلونکی به مو څه کېږي؟"

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل راپور کې د ۴۳ کلن ګل حضرت خبرې هم رااخیستي چې وايي له لاسي ګاډۍ سره د سړک غاړې ته د کار په تمه کېني او په ورځ کې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ ګټي، چې د کورنۍ د ضروري شیانو د رانیولو لپاره کفایت نه کوي.

سور صلیب وايي، د ګل حضرت په څېر په افغانستان کې زیات شمېر کسان کار نه شي پیدا کولی او د دوی د خرید ځواک کم شوی دی.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي، په افغانستان کې ۲۹ میلیونه او دوه لکه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ارشیف: په ارزګان کې پر بې وزله کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې ژمي ته شا و خوا دوې اوونۍ پاتې دي او د افغانستان په ځینو برخو کې له وړاندې هوا سړه شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د افغانستان په ځینو برخو کې د ژمي پر مهال د درنې واورې له کبله لارې تړلي وي او اړو کسانو ته د بشري مرستو رسول ستونزمن کېږي.