په ویانا کې د طالب ضد څېرو ناسته پای ته ورسېده

Your browser doesn’t support HTML5

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالب ضد څېرو درې ورځنۍ ناسته چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوې وه، پای ته ورسېده. د دې ناستې یو ګډونوال د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود و. هغه وویل، د افغانستان په تړاو د لار نقشې په جوړولو هوکړې ته رسېدلي.