یونېسف په هلمند کې د جګړو له کبله تخریب شوي روغتیايي مرکزونه رغوي

ارشیف: په افغانستان کې د جګړو له کبله یو سوځېدلی روغتیايي مرکز

د ملګرو ملتونو اړوند یونېسف په هلمند کې د جګړو له کبله تخریب شوي روغتیايي مرکزونه رغوي.

یونېسف وايي، د جګړو له امله په هلمند ولایت کې ګڼ روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي او د سیمې خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې دي.

د دې ادارې مسوولان وايي، تر دا مهاله د شاوخوا ۵۰ روغتیايي مرکزونو د ترمیم چارې روانې دي.

د سیمې خلک خوښ دي او وايي چې په مرکزونو کې دې ورته ښځینه او نارینه مسلکي ډاکتران وګمارل شي.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور