د 'محمد الیاس داعي' درېیم تلین؛ قاتلین یې لا هم محاکمه شوي نه دي

داعي د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده پر موټر پسې د وصل شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

نن د نومبر ۱۲مه په هلمند کې د ازادي راډیو د تکړه خبریال محمد الیاس داعي درېیم تلین دی.

د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د ازادي راډیو د تکړه خبریال محمد الیاس داعي د وژل کېدو درې کاله پوره شول.

محمد الیاس داعي په هلمند کې د رسنیو پر ډګر یو رسا غږ ګڼل کېده او راپورونو یې د ډېرو لپاره د دې ولایت د روان وضعیت یو روڼ تصویر وړاندې کاوه.

داعي ته د خبریالۍ په ډګر کې د هغه د غوره کارونو له کبله د څو ادارو او سازمانونو له خوا څو ستاینلیکونه او جایزې هم ورکړل شوې وې.

داعي د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر پسې د وصل شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

هغه پېښه چې چا یې مسوولیت پر غاړه وانخیست، خو د دې پېښې په اړه پیل شویو څېړنو هم نتیجه ورنه کړه.

محمد الیاس داعي چې درې کاله مخکې په هلمند کې د ماین چاودنې له کبله ووژل شو. هغه په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال و.

په تېر جمهوري نظام کې د قاتلانو د پېژندلو او محاکمې ژمنې شوې وې، خو څوک په علني ډول په دې باب مجازات نه شول او پر افغانستان اوسنیو واکمنو طالبانو هم دغه قضیه له پامه غورځولې ده.

په تېر جمهوري نظام کې د یوه مشکوک کس د نیولو خبر ورکړل شوی و، خو د محمد الیاس داعي د کورنۍ غړو په دې باب شک څرګند کړی و.

له داعي د مهرباني په نوم لور پاتې ده چې اوس هم کور ته د پلار د تګ په انتظار ده.

د محمد الیاس داعي ورور مجتبی محمدي د هغې چاودنې په وخت کې ټپي شوی و او اوس په جرمني کې مېشت دی.

هغه وايي: "زه چې کله کور ته ټلیفون کوم د داعي یوازېنۍ لور مهرباني چې ټلیفون واخلي ما ته بابا وايي، واقعاً دا زما لپاره ډېره سخته ده. هغې بابا ورک کړی دی. مخکې یې خپل پلار ته بابا وایه، اوس ما ته وايي. دا زما د کورنۍ لپاره ډېره دردوونکې او سخته شېبه ده."

په ۲۰۲۰م کال کې د الیاس داعي د وژل کېدو په کال د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنست یا نی په افغانستان کې د رسنیو د وژل شویو کارکوونکو شمېر ۱۱ یاد کړی و.

دغې ادارې ویلي وو، په هغه کال ۲۰ نور خبریالان ټپیان شوي او د هغوی د وهلو او ډبولو ۳۳ قضیې ثبت شوې وې.

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې مرستیال عبدالمعید هاشمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د جمهوریت پر مهال هغه خبریالان په نښه کېدل چې له کورنۍ مافیا او نړیوالو استخباراتي شبکو سره په ارتباط کې نه و.

هاشمي وايي: "شهید الیاس داعي او د ده په څېر خبریالان چې د بیان ازادۍ او د بې‌طرفۍ اصل ته ژمن وو، هغوی د حق په ویلو کې د هېڅ یوه زرور اړخ پروا نه کوله، نو هغوی ته دغه ډول ستونزې جوړېدلې. هر هغه څوک چې د بهرنیو هېوادونو له استخباراتي شبکو سره یا کورنۍ مافیا سره اړیکې نه درلودې، هغوی ته په وطن کې ژوند سخت و، دغه وجه وه چې دغه ډول خبریالان په نښه کېدل."

د ۲۰۲۰م کال د نومبر پر ۱۲مه د محمد الیاس داعي تر وژل کېدو وروسته د طالبانو ځینو پلویانو پر دې پېښه خوښي ښودلې وه.

که څه هم د طالبانو رسمي ویاندویانو د دې پېښې مسوولیت ونه‌مانه، خو دا پېښه‌یې غندلې هم نه وه.

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی مشر ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، په تېرو شلو کلونو کې د جمهوریت پر مهال او تر هغه وروسته د خبریالانو د وژلو او ځورونې پېښې دوام لري.

کریمي وايي: "له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې مو په افغانستان کې ۱۶۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له لاسه ورکړل، لا هم په افغانستان کې د خبریالانو وژنه او ګواښل دوام لري. موږ غوښتنه لرو چې لږه ترلږه نړیواله جزايي محکمه د خبریالانو د وژنې پېښې ژر تر ژره وڅېړي. موږ درې کاله مخکې په هلمند کې د افغانستان د یوه وتلي خبریال محمد الیاس داعي د وژل کېدو شاهدان وو. تر هغه وروسته څو نور خبریالان هم په افغانستان کې ووژل شول چې د هغوی قضیې هم نه دي څېړل شوي."

ارشیف

د هلمند ځینو اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، له درېیو کلونو راهیسې چې محمد الیاس داعي وژل شوی، داسې احساسوي لکه د دوی ټولو غږ چې خاموشه شوی وي او نور د هلمند د خلکو د زړه خبرې هغسې چې داعي تر ټول افغانستان او نړۍ رسولې، د چا تر غوږونو، نه‌رسېږي.

صفت اله زاهدي کلونه کلونه په هلمند ولایت کې د محمد الیاس داعي تر څنګ د خبریال په توګه کار کړی دی.

هغه وايي: "د محمد الیاس داعي تر شهادت وروسته په هلمند کې د رسنیو وضعیت په هغه ډول چې مخکې و، د دې تر څنګ د خبریالانو او هغو سیمه ییزو رسنیو چې هلته یې فعالیت کاوه، قوت تر ډېره کمزوری شو او خبریالانو بیا هغسې په لوی زړه کار ته زړه ښه نه کړ."

د افغانستان په نورو ولایتونو هم داعي د خپلو ښو راپورونو له کبله ځانګړي مینه‌وال درلودل.

د پکتیکا دغه ځوان اجمل لاروی وايي: "خدای بخښلی الیاس داعي د سولې او امن یو ارمانجن ځوان و. د مظلومانو د غږ اوچتوونکی یو بل څراغ و. تل یې هڅه کوله چې د اورېدونکو تر غوږونو حقایق ورسوي. مسوولین متوجه کړي چې خپل مسوولیت په ښه ډول ادا کړي. تر ډېره په دې کړنه کې بریالی هم و. که څه هم خدای بخښلی الیاس داعي ما له نږدې نه پېژانده، خو له خواږه غږ سره یې ډېر اشنا وم. غږ یې بېل خوند او تاثیر درلود. تل یې د جګړې له ډګه په غټ زړه او ساده ژبه د اورېدونکو تر غوږونو راپورونه رسول."

د محمد الیاس داعي درېیم تلین داسې وخت پوره کېږي چې پر افغانستان طالبان واکمنان شوي او د بیان ازادي، د ازادو رسنیو فعالیت او د ژورنالېستانو کارونه محدود شوي دي.

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی مشر ظریف کریمي وايي، نن سبا په افغانستان کې د ازادو رسنیو وضعیت لا خراب دی.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه که د خبریالانو په وړاندې په ځانګړي ډول د خوندیتوب او ځاني مسایلو په تړاو وضعیت دغسې دوام وکړي، ممکن د افغانستان د رسنیو ټولنه نوره قرباني او زیانونه هم وګالي."

په تېرو څه باندې ۲۰ کلونو کې د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ازادې رسنۍ او د بیان ازادي ښوول کېدله چې د څارونکو په باور اوس دا لاسته راوړنې په اوبو د لاهو کېدو په حال کې دي.