میرر: برېتانیا د خپلو افغان همکارانو لپاره پاکستاني هوټلونو ته تر ۲۶ میلیونه پونډو زیاتې پیسې ورکړي

د برېتانوي ځواکونو یو شمېر افغان همکاران او د هغوی کورنۍ - تصویر له ارشیفه

برېتانیايي ورځپاڼو لیکلي چې په دغه هېواد کې د کورونو د کموالي له کبله حکومت په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو پر هوټلونو، چې باید برېتانیا ته ولېږدول شي، څه باندې ۲۶ میلیون پونډه لګولي دي.

میرر ورځپاڼې لیکلي، د دې لپاره چې په برېتانیا کې کورونه کم موندل کېږي، د زرګونو هغو افغانانو چې په تېرو دوو کلونو کې دغه هیواد ته انتقال شوي، لا هم یو شمېر په هوټلونو کې اوسي.

له بلې خوا د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له اګست څخه د ۲۰۲۳ تر سپټمبر پورې د پاکستان په هوټلونو کې یې د افغانانو پر اوسیدو ۲۶ میلیونه او ۷۰۰ رره پونډه لګولي دي.

اکثره هغه افغانان، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې د برېتانیايي پوځیانو د حضور په مهال له هغوی سره همکاري کړې وه، او د طالبانو له لوري یې ژوند په خطر کې و، پاکستان ته تښتېدلي دي.

دوی په دې تمه پاکستان ته تللي چې له هغه ځایه به برېتانیا ته ولېږدول شي، خو د برېتانیا حکومت د هستوګنځایونو د کموالي له کبله د دغو افغانانو د انتقال پروسه ورو کړې وه.

وروسته له دې چې پاکستان له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره مهلت اعلان کړ، برېتانیا د افغانانو د ایستلو بهیر بیا پیل کړ او تېره اوونۍ یې د افغانانو لومړۍ جوپه، چې شمېر یې ۱۳۲ تنه وو، په چارټر الوتکه کې لندن ته ورسوله.

له برېتانیا بلې خپریدونکې ډېلي مېل ورځپاڼې د کابل په یوه شیعه مېشته سیمه کې د پنج شنبې ورځې د هغې چاودنې په باب لیکنه خپره کړې، چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې یې د جمعې په ناوخته مسوولیت ومانه.

په هغه چاودنه کې چې د دشت برچي سیمې په یوه ورزشي کلب کې وشوه، د طالبانو په وینا څلور کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ژوبل شوي دي، خو عیني شاهدانو ویلي چې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې زیات دی.

ډېلي مېل د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس په حواله لیکلي، داعش په خپل ویبسایټ اعماق کې لیکلي، چې دوی وتوانېدل بمي وسیله د شیعه ګانو د تجمع په یوه مرکز کې ځای پر ځای کړي او په چاودنه کې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوي او ورزشي کلب سخت زیانمن کړي.

د لیکنې له مخې، په هغه ویډیو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپره شوې ښکاري چې تر چاودنې وروسته د ودانۍ یوه برخه ویجاړه شوې او دننه اورونه بل دي.

د ورځپاڼې په لیکنه کې راغلي، چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې تر دې مخکې هم د کابل په دشت برچي کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

په لیکنه کې وړاندې لولو، چې دغې ډلې په افغانستان کې تر ډېره پر ښوونځیو، روغتونونو او جوماتونو لویې حملې کړې دي.