د فقر د لا زیاتوالي اندېښنه؛ ۸ میلیونه افغان بېوزلان د خوړو نړیوال سازمان له مرستو محرومیږي

یو شمېر بېوزله افغانې مېرمنې او ماشومان

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایف پي وايي، دا پروګرام د بودجې د کموالي له کبله اړ شوی چې د خپلو مرستو له لېسته ۸ میلیونه افغانان وباسي.

د خوړو د نړیوال پروګرام ویندوی وحیدالله اماني ازادۍ راډیو ته وویل چې ډبلیو ایف پي د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ د مې تر پایه په پنځه میاشتنۍ موده کې څه باندې ۱۶ میلیونو افغانانو ته مرستې رسولي چې په هغو کې ۳۴۰ زره ټنه خوراکي توکي او د کابو ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نغدو پیسو وېش شاملېږي.

ده همداراز وویل: "په دې وروستیو میاشتو کې د بودجې د سخت کمښت له امله ډبلیو ایف پي اړ شوه چې خپل بیړني حالت ته د ځواب ویلو په برخه کې د مرستې رسولو له ډلې څخه ۸ میلیونه کسان کم کړي اوهم دې ته اړ شوه چې د خوراکي توکو کچه ان په هغو سیمو کې چې د خوړو د نه خوندیتوب سطحه پکې ډېره لوړه ده، هم کم کړي."

یوه لویه برخه افغان بېوزلان پر نړیوالو بشري مرستو تکیه دي

د ښاغلي اماني په وینا، د دې لپاره چې د راتلونکي ژمي تر پایه پورې د مرستو په برخه کې خپلو پلان شویو پروګرامونو ته دوام ورکړای شي، او د افغانستان په ټولو برخو کې اړو کسانو ته خوراکي مرستې ورسولی شي، یو میلیارد ډالرو ته بیړنۍ اړتیا لري.

تېره میاشت د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍادارې یا اوچا وویل چې ملګروملتونو سږ کال د افغانستان لپاره مرستې ۳ میلیارده او ۲۰۰ زره ډالرو ته راکمې کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس پر اساس، تېر کال د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستو اندازه ۴ میلیارده او ۶۰۰ زره ډالره وه.

د طالبانو له لوري په ملي او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز د مرستو په رسولو کې ستونزې پېښې کړي او نړیوالو موسسو خبرداری ورکړی چې دا کار د مرستو رسولو ته زیان اړوي.

له بلې خوا د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ویلي، چې طالبان د نړیوالو مرستندویو موسسو مرستو ته د عاید د سرچینې په سترګه ګوري.

له افغانستان سره بشري مرستې په داسې حال کې د تېرو کلونو په پرتله کمېږي، چې اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په مارچ میاشت کې، په افغانستان کې مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۸ میلیونه او ۳ سوه زره تنه وباله.