د کندهار انګور حاصل ته رسېدلي، خو بڼوال او سوداګر یې د ساتنې لپاره د سړو خونو د جوړېدو او بهرني مارکېټ غوښتنه کوي.
اوسمهال د کندهار انګور د ځمکې له لارې ډېر پاکستان او لږ هند ته صادرېږي.
د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو پر اساس سږ کال به د دغه ولایت د انګورو له باغونو ۲۷۳ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.
نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5