زهرا بلوچ: هیله ده طالبان پاکستان سره وروستۍ ژمنې عملي کړي

زهرا بلوچ - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده

افغانستان ته د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني له سفر وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیله لري چې د طالبانو حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د دې وزارت ویاندې زهرا بلوچ پرون، په پاکستان کې د وروستیو بریدونو په تړاو د افغانستان د خاورې د کارول کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پاکستان له طالب چارواکو سره د خپلو اندېښنو په اړه خبرې کړي او دوام به ورکړي.

هغې زیاته کړه، د طالبانو حکومت د ترهګرۍ د ځپلو په برخه کې له پاکستان او نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړي او دا ډاډ یې دوی ته ورکړی چې خاوره به یې د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی د جولای له ۱۹مې تر ۲۱مې په کابل کې و.

هغه له طالب چارواکو سره د امنیتي موضوعاتو په ګډون په بېلابېلو مسایلو بحثونه کړي.

دراني کابل ته له سفر وړاندې ویلي وو، چې یو مهم بحث به یې د هغو اندېښنو په اړه وي چې ګنې پاکستاني طالبان په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.

د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي دي.