ډبلیو ایف پي: په افغانستان کې د ژمي پر مهال د اړمنو شمېر راکم شوی و

ارشیف: په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې پراخې مرستې د دې سبب شوې، چې په دغه هېواد کې د ژمي پر مهال د هغو کسانو شمېر چې کافي خواړه نه لري له شلو میلیونو څخه، د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې ۱۵ میلیونو او درې لکو ته راکم شي.

خو د ملګرو ملتونو دغې ادارې نن ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام او د شریکو ادارو له لارې د ملاتړ دوام ته اړتیا ده، چې ډاډ ترلاسه شي په ملیونونو زیانګالي افغانان بیا هېرې نه کړای شي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو ویلي چې په روان ۲۰۲۳م کال کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ۲۹ ملیونو ته نږدې شوی دی.