د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ټینګار لري چې د طالبانو د محدودونکو اقداماتو په ځواب کې باید نړیواله ټولنه د افغان ښځو کلک ملاتړ وکړي.
دې شورا ته د دوشنبې په ورځ د افغانستان ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنيټ خپل راپور وړاندې کړ او پهکې یې د طالبانو د زیاتېدونکو سختدریځیو او سرغړونو یادونه وکړه.
د شورا ناسته په دې حللارو پای ته ورسېده چې له افغان ښځو باید کلک ملاتړ او د جنسیتي تاوتریخوالي او سرغړونو د پای ته رسولو لپاره د کاري ډلو پروګرامونه وهڅول شي.
دا چې نړیواله ټولنه څه کولای شي او ولې نړیوال بنسټونه د ښځو په برخه کې د طالبانو له تګلارو خوښ نهدي؟ همدا او نورې پوښتنې اسدالله لودین د ښځو د حقونو له فعالې او د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل نه کړي دي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5