په کندهار کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی.
د ياد ولایت د میرویس حوزوي روغتون مسوولان وايي، د روان کال د حمل میاشتي را وروسته د دغه روغتون د ماشومانو په واټ کې د بستر شویو ماشومانو شمېر دوه برابره شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې ډاکترانو سازمان په دې وروستیو کې ویلي چې په لرو پرتو سيمو کې روغتیایي مرکزونو ته نه لاسرسی او کمزوری اقتصاد د دې لامل شوی چې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5