د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

کندهار چارواکي: تېر یوه میاشت کې کابو ۱۳۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي


ارشیف د افغانستان یوه روغتون کې خوارځواکه ماشومان
ارشیف د افغانستان یوه روغتون کې خوارځواکه ماشومان

د میرویس حوزوي روغتون نوکریوال ډاکټر وايي، خوارځواکي یا سوېې تغذيه هغه ناروغۍ ده چې د ماشومانو په وجود کې د غذايي موادو د کمښت له امله رامنځته کېږي.

دې روغتون کې بستره یوه ماشومه نجلۍ چې په خوارځواکۍ اخته شوې، مور یې ستار وايي، دا يې دوهمه لور ده چې په خوارځواکۍ اخته شوې: "موږ د خپلې ډوډۍ پیسې لا درلودې،ما د دې ماشومې شېدې له کومه کړي وای، خپلې شیدې نه لرم، زموږ خلک خپلو ښځو ته نه پیچکاري ور پریږدي او نه هم نور درمل وايي، داګناه لري."

زرغونه يوه بله مېرمن ده چې لور يې په خوار ځواکۍ اخته شوې وايي، د اميندوارۍ پر مهال دا ناروغه وه چې د غربت له امله یې خاوند نه شوای کولای د دې درملنه وکړي، خو کله چې ماشومه پیدا شوه، ډېره ډنګره او کمزورې وه.

کندهار کې خوارځواکه ماشومان
کندهار کې خوارځواکه ماشومان

زرغونه وايي: "ماشومه مې د کمزورۍ څخه دغه حالات ته ورسېده، زه مریضه شوم ولاړم چمن ښار ته هلته مې دوا وکړه دا ډېره مریضه وه، زه هم ناجوړه وم، بیا زما شیدې وچې شوې."

هاخوا د کندهار میرویس روغتون ته په تیر یوه میاشت کې د درملنې لپاره په خوار ځواکۍ اخته ۱۳۰ ماشومان ور وړل شوي چې د دې ډلې څخه څلور یې مړه شوي دي.

د دغه روغتون د معلوماتو پر اساس د کال تر ۱۵۰۰ زیات ماشومان د خوار ځواکۍ له امله دغه روغتون ته ور وړل کېږي.

په کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو د واټ مسؤل ډاکټر محمد صدیق وايي، کله چې ماشوم ته سم خواړه ونه رسېږي، د بدن ذخېروي شحمونه او غوښې یې مصرفیږي او له امله یې ماشوم په خوارځواکۍ اخته کېږي.

دی وايي: "سويې تغذیه معنا د غذا خرابوالی، یعنې ماشوم ته غذا پر خپل وخت نه ده ورکول شوې، دا چې غذا پر وخت نه ده ورکول شوې، نو د هغه بدن ورځ په ورځ ډنګریږي، د ده په بدن کې هغه ذخېروي شحم، غوښې شته هغه تخریبږي نو له امله یې ماشوم ډنګریږي."

ډاکټر صدیق غربت او ماشومانو ته د مور د شېدو پر ځای د پوډري شیدو ورکول، د خوارځواکي لاملونه بولي.

د کندهار میرویس روغتون
د کندهار میرویس روغتون

دی وايي: "یو زموږ او ستاسو غربت دی یعنې د غربت له امله ماشومانو ته غذا نه رسېږي او بل شی غلط تمرین دی، اوس فرض کړه کله چې یو ماشوم پیدا شي چې مور یې هر څومره لټه وي هغه تر شپږو میاشتو پورې خپل ماشوم په خپلو شېدو مړولای شي، دلته غلط دود دا دی چې ماشوم ته پوډري شیدې پیل کړي، بیا شیدې په غلطه طریقه ورکوي، مطلب د چوشک په واسطه يې ورکوي، دا خپله د دې باعث کېږي چې ماشوم څو ځله مریض شي ځکه د دې سره بدن ته مکروبونه انتقالېږي."

روغتيا پالان وايي، جنوبي سیمو کې د نارينه ماشومانو پرتله ښځینه ماشومان ډېر په خوار ځواکۍ اخته شوي چې لامل يې هم عنعنوي ستونزې دي چې کورنيو کې ښځېنه اولادونو ته ډېره پاملرنه نه کېږې، هغوی ته قوي او منظم خوراکونه نه برابريږې او له امله يې دغه ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي.

د روغتیا پالانو په خبره مېندې دې خپلو ماشومانو ته لږ تر لږه تر دوو کالو پورې خپلې شيدې ورکړي او تر شپږو مياشتو وروسته دې د شيدو ترڅنګ ماشوم ته نور ګټور خواړه هم ورکړي چې په دې ډول ماشومان له خوارځواکۍ څخه ژغورلای شي.

XS
SM
MD
LG