محکمې تر راتلونکې مياشت پورې د 'عمران خان' د ضمانت غوښتنه ومنله

عمران خان په مارچ میاشت کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو د اعتراضونو پرمهال د تروریزم په ګډون په اتو قضیو کې تورن دی.

د اسلام‌اباد محکمې تر راتلونکې میاشتې پورې د پخواني صدراعظم عمران خان د ضمانت غوښتنه ومنله.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یوه ویاند احمد جنجوعه نن وویل، د تروریزم ضد محکمې د حکم له مخې خان د جون تر اتمې نېټې نه نیول کېږي.

عمران خان په روانه مې میاشت کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو د اعتراضونو پرمهال د تروریزم په ګډون په اتو قضیو کې تورن دی.

که څه هم خان د ضمانت په بدل کې د دوو اونیو لپاره خوشې شوی، خو د نړیوالو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې دا احتمال شته چې دی بیا ونیول شي، ځکه له سلو په زیاتو قضیو کې تورن دی.