په داسې حال کې چې د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند په سیند کې د اوبو په سر نانندرې او ترینګلتیا مخ پر ډېرېدو ده، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ایران سره په پوله پروت ولایت فراه کې د بخش اباد بند د کارونو د چکټیا خبر ورکړی دی.
په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د حکومت د رییس الورزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور نن د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو د چارو پرانیسته وکړه.
په خبرپاڼه کې د عبدالغني برادر له قوله ژمنه شوې چې د بخش اباد بند د پروژې د بشپړولو هڅه کوي.
د بخش اباد بند ۲۷ مېګاواټه بریښنا تولیدوي او په جوړېدو سره به د سیمې د نږدې ۷۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د بخش اباد بند کارونه د تېر جمهوري حکومت پر مهال پیل شوي وو، خو د طالبانو حکومت یې داسې مهال د کارونو د چکټیا خبره کوي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د حق په سر ترينګلتیا مخ په زیاتېدو ده.
په دې اړه د څرګندونو په دوام تازه د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سرپرست سفیر حسن کاظمي قُمې ویلي، که چېرې اوبه وي او طالبان د ایران حق نه ورکوي، نو تهران دا حق لري چې د خپل ملت د دفاع لپاره لاس په کار شي.
د ایران ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي قمي ویلي چې طالبان باید د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې ایران ته د اوبو حق ورکړي.
په دې اړه نور: قُمي: د اوبو په شتون کې تهران له خپل ملت څخه د د فاع حق لريد طالبانو سرپرست حکومت او تر دوی مخکې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال هم چارواکو ویل چې ایران ته د نږدې پنځوس کاله مخکې تړون له مخې د اوبو حق ورکړل شوی دی.
په کابل کې د ایران سفیر وویل، طالبان پوهېږي چې په خپل هېواد کې د یوه باثباته او پياوړي حکومت لپاره دوی دې ته اړتیا لري چې له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښه اړیکې ولري.
قمي زیاته کړه که اوبه وي طالبان باید دا ستونزه د یوې میاشتې په ترڅ کې حل کړي او د ایران حق ورکړي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، پرلهپسې وچکالۍ د اوبو کچه ټيته کړې او دغه شان د ۱۳۵۱ لمریز کال د شوي تړون د منځپانګې خلاف غوښتنې د عملي کېدو وړ نهدي.
نوموړي ويلي: "د تړون په اړه موږ ژمن یو، د محتویاتو سره سم مخته ځو، د ایران مسلکي ټیم چې غواړي له نږدې څېړنه وکړي دا د تړون برخه نهده، ایران باید د ډیپلوماټیکي لارو نه په ګټنې سره اړیکه ونیسي. باید یادونه وکړو چې سیمه ټوله وچکالۍ ځپلې او د اوبو کچه ډېره ټیټه او د دې وړ نهدي چې ایران ته ورسېږي او د تړون له محتویاتو نه خلاف غوښتنې د عملي کېدو وړ نه دي."
تېره یوه اوونۍ د ایران د اوبو د حق پر سر د ایراني چارواکو او د طالبانو حکومت تر منځ د تُندو بیانيو اوونۍ وه.
مخکې تر دې د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي سيستان او بلوچستان ته په سفر کې د طالبانو حکومت ته ګواښ وکړ چې د ايران حقابه پوره ورکړي، ګنې بيا به د ګيلې حق نهلري، چې د نوموړي دغو څرګندونو د طالبانو حکومت غبرګون ته اړ کړ.
Your browser doesn’t support HTML5
د طالبانو حکومت په خپله اعلاميه کې وویل، ايراني چارواکي دې خپلې غوښتنې په مناسبه توګه مطرح کړي او له داسې څرګندونو دې ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې کوي.
په دې اړه نور: د اوبو لانجه؛ طالبان: ایراني مشران دې په مناسبه ژبه خپلې غوښتنې مطرح کړيد ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان بیا په یو ټوېټ کې دې اعلامیې ته غبرګون وښود او ویې ویل، د اوبو د موجودیت یا نشتوالي معیار سیاسي بیانیه نه، بلکې تخنیکي کسان ټاکي.
په دې اړه نور: د طالبانو اعلاميې ته غبرګون؛ عبداللهيان: د اوبو د موجوديت يا نشتوالي معيار بايد تخنيکي کسان وټاکيد افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د وېش هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې له اوبو په ډک کال کې د هلمند سیندیزې حوزې اوبه شپږ نیم ميلیارده متر مکعب ته رسیږي، ایران په کال کې د ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبو د ترلاسه کولو حق لري.
خو د تېر جمهوري حکومت چارواکو بار بار ویلي وو چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو پرلهپسې جګړو له امله ایران ایران هر کال د هلمند له سینده شاوخوا ۲ اعشاریه ۵ ملیاردو متره مکعبه اوبه ترلاسه کړي دي.