يوناما د طالبانو له‌خوا د بدني سزاګانو ۶۱ پېښې مستندې کړي

ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما د طالبانو له بیا واکمنۍ تر اوسه د بدني سزاګانو یوشپېته پېښې مستندې کړي دي.

یوناما نن دوشنبه په یوه راپور کې ویلي چې د دغو پېښو پر مهال ۳۰۷ نارینه او ۸۰ ښځو ته بدني یا فزیکي سزاوې ورکول شوي دي.

په افغانستان کې بدني مجازات او د مرګ سزا په نوم د یوناما په دغه راپور کې راغلي چې په بېلابېلو جرمونو تورن دغه کسان له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي او ځینو مواردو کې د دُرو شمېر ۱۰۰ ته هم رسېده.

یوناما ویلي، دوی د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د مرګ یا اعدام دوه پېښې هم مستندې کړي دي.

په راپور کې راغلي، لومړنۍ پېښه چې د قضایي مراحلو تر بشپړېدو وروسته ترسره شوې په فراه کې د یوه کس اعدام و او دویمه هغه چې قضایي مراحل یې بشپړ نه و، په بدخشان کې د یوه نارینه او ښځې سنګسارول دي.

یوناما ویلي، دغه سزاګانې داسې مهال تطبیق شوي چې تورن کسان په اسانه مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه‌لري او ښځینه قاضیانې له قضایي چوکاټه بهر شوي دي.

یوناما د راپور په ضمیمه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت غبرګون هم خپور کړی چې په کې ویل شوي: "حدود او قصاص نه یوازې مجازات بلکې د الهي قوانینو پلي کول دي."