ګوټېرېش یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی.

ګوټېرېش پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د ښځو په ګډون یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له تولنیز ژوند څخه څنډې ته شوي او عملاً په کورنیو زندانونو کې بندیانې دي.

هغه افغانستان ته د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد او د ښځو د برخې د مشرې سیما باهوس وروستي سفر او د طالبانو له مشرانو سره د هغوی لیدنو کتنو ته د اشارې په ترڅ کې وویل د دوی دا سفر په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې له ښځو سره د ملګرو ملتونو تعهد ښيي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د منظمو اقداماتو په ترڅ کې لومړی د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بندې کړې او بیا یې په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د طالبانو دا او نور اقدامات د دې باعث شول چې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.