ترکیه کې له یوې نړېدلې ودانۍ اووه میاشتنی ماشوم ژوندی ژغورل شوی

ترکیه کې له نړېدلې ودانۍ ژغورل شوی اووه میاشتنی ماشوم

د ترکیې دولتي راډیو تلوېزیون ټي آر ټي نن یکشنبه راپور ورکړی چې د ترکیې په جنوب ختیځ هتای ولایت کې یو تن اووه میاشتنی ماشوم له شپږو ورځو وروسته له یوې نړېدلې ودانۍ ژوندی وژغورل شو.

ژغورونکي توانېدلي دغه ماشوم ۱۴۰ ساعته وروسته ژوندی وژغوري.

د ټي آر ټي په وینا، په همدې ولایت کې یو ۳۵ کلن سړی هم تر یوې نړېدلې ودانۍ لاندې د ۱۴۹ ساعتونو لپاره تر پاتې کېدو وروسته وژغورل شو.

په ترکیه او سوریه کې د رسمي شمېرو له مخې د تېرې دوشنبې په زلزله کې د مړو شمېر تر ۲۸زرو زیات شوی دی چې له دې ډلې ۲۴زره ۵۱۷ مړي په ترکیه کې او ۳۵۷۴ تنه نور په سوریه کې ثبت شوي دي.