په ترکیه کې د زورورې زلزلې د وژل شویو په منځ کې د غیر رسمي شمېرو له مخې لږترلږه ۲۰۰ افغانان هم شامل دي.
په انقره کې افغان قونسل پسرلي حکیمي ازادي راډیو ته وویل چې له سفارت سره رسمي شمېرې نه دي موجودې، خو افغانانو ته ډېره مرګژوبله په هاتای او غازي عین تيپ ښارونو کې رسېدلې ده.
له ښاغلي پسرلي حکیمي سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده. د زیانمنو شویو افغانانو د شمېر تر څنګ د مرستو په بهیر هم خبرې شوي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5