د ښځو ای پي ایل؛ رسنیز حقوق یې په ۹۵۱ کروړه وپلورل شول

ارشیف

د هند د ښځو کرکټ غوره لیګ یا ای پي ایل د پنځو کلونو رسنیز حقوق "ویکام۱۸" کمپنۍ په ۹۵۱ کروړه هندي کلدارو وپېره.

د هند کرکټ بورډ د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یادې کمپنۍ د دواطلبۍ په پایله کې له ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۶ کاله پورې د ښځو د ای پي ایل رسنیز حقوق واخیستل.

د هند کرکټ ادارې مشر راجر بیني په دې تړاو ویلي: "په هندوستان کې د ښځو کرکټ له تېرو څو کلونو راهیسې ډېره وده کړې ده او دا اړینه وه چې هند د ښځو لپاره هم ای پي ایل ترسره کړي."

دغه راز د اي پي ایل سیالیو مشر ارون سېنګ ډومل بیا دا اقدام په نړیواله کچه د ښځو کرکټ ودې ته د ډېر ارزښت وړ بللی او ډاډ ورکوي چې د ښځو کرکټ به په نړیواله کچه ډېر ليدونکي پيدا کړي.

د هند کرکټ اداره په پام کې لري چې په راتلونکي مارچ میاشت کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د ښځو غوره لیګ سیالۍ پيل کړي.

یادې ادارې اعلان کړی دی چې ډېر ژر به د لوبډلو د پلورلو بهیر هم پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په سویلي افریقا کې تر ۱۹ کلونو د کم عمره جونو د ۱۶ هېوادونو ترمنځ نړیوالې سیالۍ پیل شوي او د کرکټ نړیوالې شورا یوازینی بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد افغانستان په دې سیالیو کې لوبډله نه لري.

د یادونې وړ ده چې د ښځو کرکټ نه لرلو له امله اوسمهال د افغانستان د نارینه وو کرکټ لوبډله هم په نړیواله کچه له ننګونو سره مخ ده او تازه د بشري حقونو د څار ادارې په دې هېواد کې د جونو او ښځو د تعلیم او ژوند نورو چارو د محدودیتونو له امله د کرکټ له نړیوالې شورا په دې لوبډلې د بندیز غوښتنه کړې.