د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

د ۲۰۲۳ کال هند غوره لیګ سیاليو لپاره د لوبغاړو بولي بشپړه شوه


د هند د غوره لیګ د بولۍ مراسمو یو انځور
د هند د غوره لیګ د بولۍ مراسمو یو انځور

نن جمعه د هندوستان غوره لیګ یا ای پي ایل د بولۍ مراسم ترسره شول چې سام کرن په کې په لوړه بیه د پنجاب کينګز لوبډلې له لوري واخیستل شو.

کرن په اتلس سوه پنځوس لکه هندي کلدارو وپلورل شو چې دا د هند غوره لیګ په تاریخ کې د یوه لوبغاړي لپاره د لوړې بیې ریکارډ دی.

همدارنګه د اسټرالیا کېمرن ګرین په اولس سوه پنځوس، بین سټوکس په شپاړلس سوه پينځه ویشت او هیري بروک بیا په دیارلس سوه او پینځه ویشت کروړه هندي کلدارو وپلورل شول.

په دې بولۍ کې څلور افغان لوبغاړي محمدنبي، اظهارالحق نوید، مجیب الرحمن او نوین الحق هم بولۍ ته وړاندې شول چې یوازې نوین الحق د لکنو لوبډلې له لوري په پنځوس لکه هندي کلدارو وپېرل شو.

دغه راز تر بولۍ وړاندې د افغان لوبغاړو له ډلې راشدخان او نوراحمد ګجرات ټایټانز، فضل الحق فاروقي سن رایزرس حیدراباد او رحمن الله ګربز بیا کلکته نایټ رایډرز لوبډلو له ځانه سره ساتلي دي.

د هند غوره لیګ ادارې د اصولو پر بنسټ هرې لوبډلې د اتو بهرنیو لوبغاړو په ګډون ۲۵ لوبغاړي وپېرل او په یولس کسیزه لوبډله کې یوازې د ۴ بهرنیو لوبغاړو د لوبېدو اجازه شته.

د یادونې ده چې ۱۷ پړاو ای پي ایل سيالۍ به د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د مارچ په ۲۶مه نېټه پیل شي.

XS
SM
MD
LG