د ایران په پلازمېنه تهران کې انقلابي محکمې د ایران یو داستان لیکونکی او انځورګر په مرګ محکوم کړی دی.
ځینو سرچینو د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا ته ویلي، مهدي بهرام په ایران کې په ملي سطحه د اعتراضونو پر مهال د اسراییل له چینل ۱۳ تلوېزیوني شبکې سره د مرکې تر کولو وروسته د اکټوبر میاشتې پر ۱۱مه نیول شوی و.
پر بهرام د لګېدلو تورونو په باب معلومات نه دي ورکړل شوي.