د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

ایران، یو ایرانی الاصله سویډنی حبیب چعب محاکمه کړ


ایرانی الاصله سویډنی  حبیب چعب
ایرانی الاصله سویډنی  حبیب چعب

ایران کې د حبیب چعب لومړۍ محاکمه نن وشوه.

د ایران قضایه قوې د ایراني الاصله سویډني وګړي حبیب چعب د محاکمې د پیل خبر ورکړی دی.

ایران پر ده تور لګولی چې د عربانو د یوې بېلتون غوښتونکي ډلې لپاره په یو لړ حملو کې لاس لري.

هغه کسان چې په اصطلاح انقلابي محکمو کې محاکمه کېږي، دغه جریان د تورنو کسانو د کورنیو له غړو او حتی مدافع وکیلانو پټ ساتل کېږي.

د بشري حقونو مدافعان وايي، چې په دغو محکمو کې شکنجه، بد چلند او اجباري اعترافات ډېر دود دي.

حبیب چعب، د اهوازد ازادۍ لپاره د عرب مبارزې غورځنګ(ASMLA) په نوم د بېلتونپالې ډلې بنسټګر او پخوانی مشر دی، چې ۱۴ کاله یې په سویډن کې ژوند کړی، چې ظاهراً د ایران د استخباراتي اجنټانو له خوا ترکیې ته «اغوا» شوی و.

چعب د اهواز د ازادۍ لپاره د عرب مبارزې غورځنګ(ASMLA) په نوم د بېلتونپالې ډلې بنسټګر او پخوانی مشر دی
چعب د اهواز د ازادۍ لپاره د عرب مبارزې غورځنګ(ASMLA) په نوم د بېلتونپالې ډلې بنسټګر او پخوانی مشر دی

د ۲۰۲۰م کال په ډسمبر میاشت کې د ترکیې چارواکو د جاسوسۍ او د ایران په استازیتوب د چعب په اختطاف کې د دخالت د ادعا په تور د ۱۱ مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

د ایسنا خبري اژانس نن سه شنبه راپور ورکړی چې د حبیب چعب لومړۍ محاکمه نن د انقلابي محکمې په ۲۶مه څانګه کې وشوه.

دی چې د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر میاشت کې په ترکیه کې د سفر پر مهال لادرکه شو چې میاشت وروسته د ایران پر دولتي ټلوېزیون راښکاره شو او اعتراف یې وکړ چې په ځینو حملو کې یې لاس درلود او د سعودي عربستان د استخباراتي خدماتو ادارې ته یې کار کاوه.

ایران حبیب چعب د اهواز د ازادۍ لپاره د عرب مبارزې غورځنګ په مشرۍ تورنوي، چې تهران یې یوه تروریستي ډله ګڼي.

دغه ډله چې یوه وسلواله څانګه هم لري، د ایران په جنوب لویدیځ ولایت خوزستان کې چې په تېلو غني دی، د عرب ټبرو لپاره د یوه جلا دولت غوښتنه لري.

دغه ډله په وروستیو کلونو کې پر دولتي بنسټونو، د تېلو پر تاًسیساتو او نورو زېربنايي پروژو په حملو تورنه شوې ده.

د قضاییه قوې میزان انلاین خبري ویبسایټ راپور ورکړی، چې په اتهام لیک کې حبیب چعب چې په حبیب اُسَیوَدهم مشهور دی، په جنوب لویدیځ ښار اهواز کې د ۲۰۱۸م کال پر پوځي پریډ په تروریستي حمله هم په دخالت تورن دی، چې په هغه حمله کې د ملکیانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي وو.

د اهواز د ازادۍ لپاره د عرب مبارزې غورځنګ یا (ASMLA) اساساً په هالنډ او ډنمارک کې دېره دی.

د ۲۰۲۱م کال په اپرېل میاشت کې د دغه غورځنګ درې مشران په ډنمارک کې په ایران کې د سعودي عربستان په همکارۍ د ټروریزم د تمویل او ملاتړ په تور محاکمه شول.

د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د ډنمارک استخباراتي ادارې یا PET د ایران پر استخباراتو د دغه بېلتونپال غورځنګ د ډنمارکۍ څانګې له درېیو رهبرانو د لږ تر لږه یوه رهبر د ترور د طرحې تور لګولی و، خو تهران هغه تور رد کړی و.

د ډنمارک یوې محکمې په ۲۰۲۰م کال کې یو ایرانی الاصله ناروېژی د وژنې په طرحه کې د رول درلودلو په تور په اووه کاله بند محکوم کړ.

د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې د اهواز د ازادۍ لپاره د عرب مبارزې غورځنګ یو رهبر په هاګ کې د ډزو په نتیجه کې ووژل شو، چې د هالنډ حکومت هغه حمله له ایران سره تړلې بللې وه.

XS
SM
MD
LG