د پاکستان د دیني عالمانو او قومي مشرانو یو پلاوی کندهار ته تللی

د سپین بولدک - چمن دروازه

پاکستان وايي، له چمن څخه د دیني عالمانو او قومي مشرانو یو پلاوی پرون کندهار ته لاړ چې د افغان طالبانو د حکومت له مشرانو سره پر ډیورنډ کرښه د شخړو د هواري په اړه خبرې وکړي.

پاکستاني رسنیو نن د یوه ځايي چارواکي په قول ویلي چې په دې پلاوي کې چې قاري اسلام عالمیار یې مشري کوي، د چمن د سیمې ۱۶ تنه ملایان او سپین ږیري شامل دي.

د راپور له مخې، پلاوی به د طالبانو د حکومت د کندهار له والي حاجي محمد وفا او نورو طالب مشرانو سره د کرښې په دواړو خواوو کې د نښتو په اړه خبرې وکړي.

تېره اوونۍ د سپین بولدک – چمن ترمنځ په شیرواوبو سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ دوې نښتې وشوې چې په دواړو خواوو کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

طالبانو پاکستاني ځواکونه د نښتو په پیلولو تورن کړل خو پاکستان بیا طالبان د نښتې په پیلولو تورن کړي دي.