د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ یوناما: طالبان دې د نړیوالو اعلامیو درناوی وکړي

ارشیف: په کابل کې معترضو ښځو سره د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند یو انځور

نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځ ده او په دې تړاو په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر افغانستان له واکمنو طالبانو غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې درناوی وکړي.

یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي دا هغه مهم سند دی چې د بشر اساسي حقونه او ازادۍ ټاکي او افغانستان هم لاسلیک کړی چې باید درناوی یې وکړي.

سږکال د بشري حقونو نړیواله ورځ د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له ۷۵ کلیزې سره برابره ده.

یوناما پر افغانستان له واکمنو طالبانو بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه داسې مهال کوي چې طالبانو په تېرو نږدې ۱۶ میاشتو کې د نورو برخو ترڅنګ د ښځو او نجونو د کار او زده کړې حقوق ډیر محدود کړي دي.