په کندهار کې د دوشنبې په ورځ ۵۰۰ ځوانان له روغتیايي نیمه لوړو زده کړو فارغ شول.
د روغتیا په برخه کې له نیمه لوړو زده کړو څخه تازه فارغ شوي ځوانان د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.
په عین وخت کې د روغتیا په برخه کې د افغانستان د خصوصي نیمه لوړو زده کړو ریاست مسوولان وايي، اړتیا ته په کتو دوی هڅه کوي چې د روغتیا په برخه کې د نیمه لوړو زده کړو قابلګي او نرسنګ څانګې عالي کړي
نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5