د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د روغتیايي کارکوونکو ملي ورځ؛ خلک د روغتیايي خدمتونو پر کمښت نيوکه کوي


آرشیف
آرشیف

که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ورستیو دریو کلونو کې په کلیوالو سیمو کې د روغتیا خدمتونو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي خو لا هم په اړه نيوکې موجودې دي.

د جلال اباد اوسېدونکی اکرام الله وايي، په دغه ولایت کې حوزه وي روغتون د ختځیو ولایتونو ان یوازې د ننګرهار ولایت د اوسېدونکو اړتیا هم نه شي پوره کولی.

هغه زياتوي: "په کلیو کې روغتيايي مرکزونه نشته، په ننګرهار کې یو روغتون شته، د ټولو خلکو لپاره خدمتونه نشي وړاندې کولی او په دې برخه کې خورا جدي ستونزې شته."

د سوېلي ولايت ارزګان د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی بريالی هم ورته ستونزه ته اشاره کوي.

د هغه په وینا: "زه د درملنې لپاره د ترينکوټ مرکز ته راغلی یم،ډاکټران وايي، چې زه باید خپل ناروغ چې د سترګو ستونزه یې ده د کندهار مرکزي روغتون ته یوسم، د کندهار لاره تړل شوې ده، موږ هیله لرو چې زموږ ولایت چې دوهم درجې بلل کېږي، پام ورته وشي."

له دې سره هممهاله د لوګر او تخار ولایتونو اوسېدونکي هم د لازمو روغتیايي خدمتونو د نه لاس رسۍ په اړه اندېښنه ښي.

دوي له افغان حکومت څخه په دې برخه کې د کوټلو او عملي ګامونو د پورته کېدو غوښتنه کوي.

په کندهار کې يو روغتيايي مرکز-آرشیف
په کندهار کې يو روغتيايي مرکز-آرشیف

خو د دې نيوکو په ځواب کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ځواب څه دی؟

د دې وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وایي: "د روغتیا د بدلون په نوم مو یوه نوې پروژه جوړه کړې، د دې پروژې پر بنسټ به په راتلونکو لسو کلونو کې په هر کلي کې د خدمتونو یوه خونه جوړه شي، به دغه خونه کې به قابله ګانې او نرسانې خدمتونه وړاندې کوي، په ولسوالیو کې روغتون او عاجلې خونې به هم جوړې شي او د ناروغانو د اقتصادي ستونزو د هوارۍ لپاره موږ د بيمې سیسټم جوړو چې ناروغان په اسانۍ سره روغتايي خدمتونو ته لاسرسى ولري."

نن یک شنبه د ډسمبر میاشتې ٦مه د روغتیايي کارکوونکو له ملي ورځې سره برابر ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي نا امني د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې جدي ننګونه بولي.

د کرونا وایروس خپرېدل بله هغه ستونزه ده چې، په هیواد کې یې روغتیايي خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي خو د عامې روغتیا وزارت دې ستونزو سره سره د روغتیايي خدمتونو د ښه کېدو او پراختیا لپاره ټتر وهي.

XS
SM
MD
LG