د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

کندهار کې د زړه ناروغیو د عملیات تازه امکانات


کندهار کې د مهمند روغتون
کندهار کې د مهمند روغتون

کندهار کې که له یوې خوا د زړه په ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی له بلې خوا په دغه ولایت کې په لومړي ځل د مهمند نړیوال په نوم په یوه خصوصي روغتون کې د زړه د جراحي عملیاتو امکانات برابر شوي.

د کندهار د میرویس حوزې روغتون داخله واټ کې هره اوونۍ لسګونه ناروغان چې د زړه بېلابېلې ناروغۍ لري د درملنې لپاره بستریږي.

د کندهار د میانشین ولسوالۍ اوسیدونکې نیک بي بي یو له دغه ناروغانو څخه ده چې وايي، دود یا لوګي د زړه په ناروغۍ اخته کړې.

نوموړې وايي: "دا ښی بغل مې خوږیږي، وايي چیلم دې څکولي، خو ډوډۍ مې پخه کړې ده ."

د کندهار د ميروېس حوزوي روغتون چارواکي وایي، د تېرو کلونو پرتله کندهار کې د زړه په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی او ځينې ناروغان په دې ناروغۍ مړه شوي هم دي.

د ميروېس روغتون د داخله څانګې روزونکی متخصص ډاکټر علي احمد فضلي وايي، دغه روغتون ته هره ورځ څلور، پنځه دا ډول ناروغان ورځي چې د زړه رګ یې بند شوی وي.

په کندهار کې د مهمند روغتون ډاکټران
په کندهار کې د مهمند روغتون ډاکټران

ډاکټر علي احمد فضلي زیاتوي، د نشه يي توکو کارول، د شکرې ناروغي، د وینې لوړ فشار، پرله پسې ناسته، د مالګې زیات استعمال، چاغوالی، زیات خوراک او په منظم ډول ورزش نه کول د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو له لویو لاملونو څخه دي.

دی وايي: "لومړی عوامل لوړ فشار دی، د شکرې ناروغي ده، په وینه کې د غوړ زیاتوالی دی، فزیکي فعالیت نه کول دي، د سګریټو زیات څکول دي، ورزش نه کول دي، ډېره ناسته ده."

روغتیاپالان وايي، د زړه او رګونو د ناروغیو د مخنیوي لپاره د روغتیايي سپارښتونو پلي کول تر ټولو اغېزناکه لار ده.

د ميرويس حوزوي روغتون په داخله واټ کې د زړه د ناروغۍ له امله بستر شوی ناروغ خلیل احمد هغه لاملونه یادوي چې فکر کوي د زړه په ناروغۍ یې اخته کړی.

دی وايي: "په کومه ورځ چې زه سپیني غوښې وخورم ماته دا تکلیف راپېښېږي چې غوړ وخورم دغه تکلیف راپېښېږي، پر نصوارو هم دا تکلیف وي."

عبدالله په همدې واټ کې بل بستري ناروغ دی، هغه بیا اندېښنه د خپلې ناروغۍ سبب ګڼي: "زه خو غواړم اول دې دوی تشویش ډېر نه کوي، خپل ځان دې خوشحاله وساتي او ورزش دې کوي مهم ورزش دي."

په کندهار کې د مهمند روغتون روغتیا پالان
په کندهار کې د مهمند روغتون روغتیا پالان

په کندهار کې که له یوې خوا د زړه په ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی له بلې خوا په دغه ولایت کې په لومړي ځل د مهمند نړیوال په نوم په یوه خصوصي روغتون کې د زړه د روغتیايي عملیاتو امکانات برابر شوي.

د دغه روغتون د زړه د برخې متخصص ډاکټر نقیب الله سباوون وايي، په ډېره لنډه موده کې یې شااوخوا ۲۵۰ د زړه ډول ډول بریالي عملیاتونه کړي.

سباوون زیاتوي: "اوس په نژدې وخت کې موږ د زړه د ناروغان آنجیوګرافي او انجیوپلاسټي پیل کړې ده او د خدای په فضل موږ تر دوه نیم سوه اضافه ناروغانو ته دلته آنجیوګرافي او انجوپلاسټي کړې ده ،زموږ ټول عملیاتونه کامیاب وو"

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې کندهار کې د یوه مجهز روغتون د نشتوالي له خاطره دا ډول ناروغان د درملنې لپاره له هېواده بهر تلل چې هم یې د سفر ګڼې ستونزې ګاللې او هم یې ډېر لګښت کاوه.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG