د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

د شکر ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ ۹ سلنه افغانان شکر ناروغي لري


ارشیف
ارشیف

نن د نومبر ۱۴ مه د شکر ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان کې ۹ سلنه خلک د شکرې پر ناروغۍ اخته دي چې ډیری یې ښځې دي.

حلیمه ۶۷ کلنه ده.

هغه وایي، اوو کاله کېږي چې د شکرې ناروغۍ لري او دې وروستیو کې د همدې ناروغۍ لا امله یې د پښې ټپ ورځ تر بلې خرابېږي.

حلیمه له خپل زوې سره له غزني نه تر کابله د درملنې لپاره راغلې ده.

هغه زیاتوي: "پښه مې پړسېدلې او یو اړخ یې هم زخم شوی دی، نور څه نه خو درد لري. شپه تر سهاره ویښه وم له غزني د جګړې په حالت کې په مشکلاتو دلته راغلم، اوو کاله کېږي چې په دې ناروغۍ اخته یم."

افغانستان د هغه هېوادونو له ډلې دی چې د راپورونو پر بنسټ په دې وروستیو کلونو کې د شکر ناروغي په کې ډېره شوې ده.

سره له دې چې په شکر یا دیابت ناروغي د اخته کسانو شمېر لوړ دی خو پلازمېنې کابل کې د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره یوازي یو مرکز شتون لري.

د شکر ناروغۍ کنټرول دې مرکز ته د کابل اوسېدونکو ترڅنګ له ولایتونو هم ګڼ شمېر ناروغان د درملنې په موخه راځي.

میر اقا وویل: "لس کاله کېږي چې د شکر ناروغي لرم، له دې ناروغۍ ډیر ځوريږم، سره له دې چې پرهیز هم کوم کله ټیټ وي کله لوړ."

بي بي حلیمه وايي: "لس کاله کېږي چې شکر لرم، نقص دا دی چې انسان ډېر تږی کوي، تشناب ته تلل ډېر وي اوس مې چې درملنه کړې ښه شوې یم."

نا سم خواړه، چاغي او کم فزیکي فعالیتونه هغه څه دې چې انسانانو کې د شکر کچه لوړوي.

د شکرې ناروغۍ متخصص محمد ایمل منیب وایي، په انسان کې د شکر نورماله کچه له ۸۰ څخه تر ۱۱۰ ده، که هر څومره له یادې کچې شکر لوړ شي انسان د شکرې په ناروغۍ اخته کېږي.

ښاغلی منیب وايي، د شکر ناروغۍ په نړۍ کې درېیمه وژونکي ناروغۍ ګڼي او په حجرو کې د انسولین نشتون د شکر د لوړېدو اساسي لامل ګڼي.

د انسولین کمښت په بدن کې د خوراکي توکو د سوځېدو او جوړېدو مخه نیسي.

هغه زیاتوي: "د بدن ځیني غړي خرابوي او حتا د مرګ لامل هم کېږي ، اعصاب، سترګې، زړه، ګردې، جنسي غړي او پښې خرابوي."

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، افغانستان کې ۹ سلنه خلک د شکرې ناروغۍ باندې اخته دي چې ډېری یې ښځې دي.

یاد وزارت د شکر ناروغۍ د کنټرول لپاره کې خلکو ته عامه پوهاوۍ رسولو او د سالمو خوړو برخو کې حل لارې د لاس لاندې لري.

اکمل سمسور
اکمل سمسور

هغه وویل: "د هېواد ۹ سلنه خلک د شکر ناروغي لري یعنې له هرو لسو کسانو یو یې یاده ناروغۍ لري او د جنسیت له اړخه ورته وګورو ښځې له سړو ډېر په شکر اخته دي. د سروې له مخې ۱۱.۴ سلنه ښځې او۷ سلنه سړي پرې اخته دي."

په نړۍ کې هم د شکر په ناروغي د اخته کسانو شمېر د لوړېدو په حال کې دی.

د هغې سروې پر بنسټ چې په ۲۰۱۹ کال کې د خوړو نړیوال سازمان لخوا ترسره شوې ښیي چې په ټوله نړۍ کې ۴۶۳ میلیونه خلک د شکر په ناروغي اخته دي.

XS
SM
MD
LG