د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

په افغانستان کې د ۳.۷سلنه مړینې لامل شکر ناروغي ده


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دیابت یا شکر د وقایې او کنټرول وړ خو خطرناکه ناروغي یادوي.

د دغه وزارت مرستیال د یکشنبې په ورځ "اتل اوسئ او شکرې ناروغۍ ته ماتې ورکړئ" تر شعار لاندې د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې د شکرې ناروغي د هېواد له عمده ستونزو څخه شمیرل کیږي.

سره له دې چې د روغتیا نړیوال سازمان تخمیني راپور څرګندوي چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به په نړۍ کې د مړینو اوم علت د شکرې ناروغي وي خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې دا ناروغي د وقایې وړ ده او له بېلابېلو لارو کنټرولیږي.

د دغه وزارت معین احمد جان نعیم د یکشنبې په ورځ (اتل اوسئ او شکرې ناروغۍ ته ماتې ورکړئ) تر شعار لاندې د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته وویل چې شکرې ناروغي د هېواد عمده ستونزه ده.

نوموړي وویل، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د یوې څیړنې په اساس د دې هېواد د درې عشاریه ۷سلنه مړینې لامل شکرې ناروغي ده.

ښاغلي نعیم زیاته کړه:

"په هېواد کې د ۳۵سلنه مړینې لامل غیر ساري ناروغۍ دي چې دیابت هم د غیرساري ناروغیو څخه حسابیږي او تقریباً د درې عشاریه اوه سلنه مړینې لامل شکرې ناروغي ده."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ټينګار کوي چې دیابت یا شکر یوه خطرناکه ناروغي ده او د وخت په تیرېدو سره دا ناروغي زړه، سترګې، رګونو او عصبي سیستم تخریبوي.

د دغه وزارت مسوولان د وزن کنټرول، د ورځې په اوږدو کې د دیرشو دقیقو لپاره ورزش کول، له غوړ لرونکو خوړو کمه استفاده او له د خانیاتو څخه لېري والی د شکرې ناروغۍ په مخنیوي کې مهم یادوي.

سوپریا وویل چې دا سازمان دیابت یا شکرې ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص او کنټرول په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره خپلو همکارېو ته دوام ورکوي.
سوپریا وویل چې دا سازمان دیابت یا شکرې ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص او کنټرول په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره خپلو همکارېو ته دوام ورکوي.

دوې وایي، اوس مهال د شکرې ناروغۍ د تشخیص او کنټرول درې مرکزونه په کابل او یو هم په هرات کې فعالیت کوي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا د نړېوال سازمان یوې استازې سوپریا وویل چې دا سازمان دیابت یا شکرې ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص او کنټرول په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره خپلو همکارېو ته دوام ورکوي.

ښاغلي سوپریا زیاته کړه:

"موږ هیله من یو چې د عامې روغتیا وزارت خپلې ژمنې عملي کړي، ډبلیو.اچ.او د دیابت د له منځه وړو لپاره عامې روغتیا وزارت سره متحده ده او اړتیا ده ترڅو ټول سریوځای په دې برخه کې کار وکړو."

شکر مزمنه ناروغي ده چې په دوو حالتونو کې انسان ته پیدا کېږي.

لومړی، کله چې د یوه انسان پانکراس سم فعالیت نه کوي او انسولین نه شي تولیدولای او دوهم هغه مهال چې د انسان وجود په اغیزمن ډول د انسولینو د جذب توان له لاسه ورکړي.

د اټکل له مخې نږدې نهه فیصده د لوړ عمر لرونکي کسان په نړۍ کې په شکرې اخته دي او هرکال یو عشاریه پنځه ملیونه کسان د دې ناروغۍ له امله مري.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG