ملګري ملتونه اړمنو افغانانو سره د خوراکي او نقدي مرستو لړۍ پراخوي

ارشیف: ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو رسولو یو انځور

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري د ژمي پر مهال اړو کسانو ته د خوراکي او نقدي مرستو لړۍ پراخه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ارتباطاتو افسر فیلیپ کروف ازادۍ راډیو ته وویل: "د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري چې د ژمي پر مهال په ټول هېواد کې له پنځلسو ملیون کسانو سره هره میاشت د خوړو او نقدو پیسو مرسته وکړي، چې دوی خپله خواړه پرې رانیسي. د دې کار لپاره موږ سم د لاسه اضافي مالي مرستې ته اړتیا لرو. د خوړو نړیوال پروګرام د راروانو شپږو میاشتو لپاره یو اعشاریه څلور میلیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا لري."

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې شا و خوا ۲۰ ملیونه وګړي، چې د دغه هېواد د نفوسو نیمايي برخه کې کېږي کافي خواړه نه لري.